د تيمور شاهي لیسې زده کوونکو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

kdru_admin
Wed, Nov 05 2025 3:16 PM
image

 

 

په کندهار کي د تيمور شاهي لیسې د دوولسم ټولګي زده کوونکو، د کندهار پوهنتون د علامه حبیبي کتابتون او عمومي لابراتوار څخه لیدنه وکړه، چي پر مهال ئې د یاد ښوونځي مسئولان هم حاضر ول.

د کتابتون څخه د لیدني پر مهال د کتابتون عمومي مدیر ښاغلي نور احمد قرآن مل، لومړی د کتابتون د ټولو برخو په اړه معلومات ورکړل، ورپسې ئې زده کوونکو ته د ژوند په نورو برخو کښي نېکي او ښې لار ښووني وکړې او زده کوونکي ئې مطالعې کولو ته تشویق کړل، چي په خبره ئې مطالعه کول نه يوازي ذهني آرام دربخښي؛ بلکي ستاسي ذهني روزنه هم کوي؛ په ورځ کښي، څو دقيقې مطالعې ته وخت ورکول، د يوه لغات يا يوې جملې د ليکلو او زده کولو توان دربخښي.

 

په وروستیو کښي، راغلو زده کوونکو ته، د کندهار پوهنتون عمومي لابراتوار هم  ور وښوول سو او زده کوونکو د کندهار پوهنتون د مسئولانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دوی په علمي سېر کښي مرسته او همکاري وکړه.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۴