د تدریسي مېتودو درې ورځنی ورکشاپ پیل سو
د تدریسي مېتودو درې ورځنی ورکشاپ پیل سو
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د یاد پوهنتون د بېلابيلو پوهنځیو نوو استادانو ته د تدریسي میتودو درې ورځنی ورکشاپ پیل سو.
د ورکشاپ په پیل کښي د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر پوهندوی عصمت الله عثماني، د ورکشاپ پر ارزښت او اړتیا خبري وکړې او د ورکشاپ درې ورځنی مهالوېش ئې له ګډونوالو سره شريک کړ.
ورپسې د کندهار پوهنتون ښاغلي رئیس شیخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي وويل: تاسي استادان هغه محترم شخصیتونه یاست، چي انسان په علم او پوهه سمبالوی؛ دا چي انسان «اشرف المخلوقات» دئ؛ نو د داسي یو محترم مخلوق روزونکي او لارښودان به څونه د لوړ مقام او درناوي خاوندان يي؛ استادانو! په پوهنتون کښي زموږ او ستاسي اصلي هدف او نیت باید د الله جل جلاله د رضا ترلاسه کول او د دې کړېدلي اولس د زامنو خدمت يي؛ ځکه چي دا ځوانان زموږ په لاس کي یو لوی علمي امانت دئ؛ الله جل جلاله دي موږ ټولو ته د دې سپېڅلي امانت په سم ډول د روزني توفیق راکړي؛ ښاغلي غزنوي صاحب ورپسې په ځینو تدریسي برخو کښي استادانو ته سپارښتني هم وکړې.
وروسته سیمینار پیل سو، چي په لومړۍ ورځ د ښووني او روزني پوهنځي استاد، ښاغلي پوهندوی دوکتور خادم حسين سعيدي ګډونوالو ته د زده کړي د موخو، د پایلي محوره زده کړي د پېژندني او د دغه نوي تګلاري د اساسي تمرکز په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او هم ئې د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل.
د يادولو وړ ده، چي دا ورکشاپ به درې ورځي شروع يي.
نېټه: ۱۴۴۸/۳/۲۳
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت