د تدریسي موادو چمتو کول او تدریسي پلان جوړونه په نامه ورکشاپ دائر سو

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کي، د عامه ادارې او پاليسي پوهنځي استاد، پوهنیار احمد رسول سیدي، د تدریسي موادو چمتو کول او تدریسي پلان جوړونه په نامه ورکشاپ دائر کړ، چي پر مهال ئې د پوهنتون د بېلابيلو پوهنځيو استادان حاضر ول.
په یاد ورکشاپ کي ښاغلي سیدي د تدریسي پلان پر ارزښت، د تدریسي موادو د چمتو کولو پر لارو چارو، د موادو د راټولولو له پاره پر عملي لارښوونو، د تدرسي پلان پر ځانګړتیاؤ او نورو اړوند اړينو ټکو خبري وکړې؛ همداراز هغه ګډونوالو ته د موادو د راټولولو له پاره اړین ویبسایټونه، معتبر ماخذونه او د حوالهورکړي (Citation) څرنګوالی هم بیان کړ او هم ئې ويل سوي سرليکونه عملي کړل.
په وروستیو کي ښاغلي سیدي د ګډونوالو پوښتنو ته هر اړخيز جوابونه وویل او ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۶