د بنسټیزي څېړنیزي تګلاري درې ورځنی ورکشاپ پیل سو

kdru_admin
Mon, Oct 05 2026 9:59 AM
د بنسټیزي څېړنیزي تګلاري درې ورځنی ورکشاپ پیل سو

 

 

د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت اړوند څېړنیز مرکز د بېلابېلو پوهنځیو ۴۰ استادانو ته د بنسټیزي څېړنیزي تګلاري (Basic Research Methodology) په نوم درې ورځنی ورکشاپ پیل کړ.

 

د ورکشاپ په پیل کښي د څېړنیز مرکز آمر پوهنمل فضل الرحمن سُهېل ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته ئې د ياد درې ورځني ورکشاپ اجنډا له ګډونوالو سره شریکه کړه. ورپسې د علمي څېړنو مرستیال پوهنیار دوکتور رحمت‌ الله پښتون د څېړنیز مرکز د موخو، په ځانګړې توګه د استادانو د علمي او څېړنیز ظرفیت د لوړاوي په اړه خبري وکړې او د دې ډول ورکشاپو ارزښت ئې بیان کړ؛ هغه له استادانو سره په څېړنيزه برخه کښي د لا زیاتي همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته ئې کړه، چي ډېر ژر به د SPSS په اړه هم یو ورکشاپ دائر سي.

 

وروسته د ورکشاپ په لومړۍ ورځ د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور رحمت‌الله اعظمي د څېړني پېژندنه (Introduction to Research)، د څېړني بهیر او د موضوع ټاکني (The Research Process and Topic Selection) په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل. همداراز د یاد پوهنځي استاد پوهنمل عزیزالرحمن عزیز، بیا د څېړني ستونزه او د ستونزي بیان (Research Problem and Problem Statement) او د څېړني د پوښتني، موخي او فرضیې (Research Questions, Objectives and Hypotheses) په اړه معلومات شريک کړل او د استادانو بېلابېلو پوښتنو ته ئې جوابونه وویل.

 

د یادولو وړ ده، چي په یاد درې ورځني ورکشاپ کښي به د بنسټیزو څېړنیزو طرحو (Basic Study Designs)، د څېړني ټولنه، چاپېریال او د ګډون شرایط (Population, Setting and Eligibility)، د نمونې ټاکنه او د نمونې د شمېر پېژندنه (Sampling and Introductory Sample Size) او متغیرونه او د معلوماتو راټولولو د وسایلو (Variables and Data-Collection Tools) ترڅنګ، د څېړنیزو اخلاقو (Research Ethics)، د معلوماتو د بنسټیز مدیریت او تشریحي تحلیل (Basic Data Management and Descriptive Analysis) او د څېړنیز پروپوزل د جوړښت (Structure of a Research Proposal) په اړه موضوعات وړاندي او عملي کار به پر وسي.

 

نېټه: ۱۴۴۸/۴/۲۲

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت