د برېښنايي پېسو او تادیاتي سیسټمو سیمینار وړاندي سو
د برېښنايي پېسو او تادیاتي سیسټمو سیمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د غونډو په تالار کښي، د افغانستان د برېښنايي پېسو او تادیاتو مؤسسو اتحادیې مسئول، او په کندهار ولايت کښي د برېښنايي پېسو او تادياتي سیسټمو نماينده ګانو د دغه پوهنځي محصلانو ته د برېښنايي پېسو، تادیاتي سیسټمو او اړوندو خدماتو او آسانتیاوو سیمینار وړاندي کړ.
د سیمینار په پیل کښي د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالله زیارمل ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د برېښنايي پېسو پر ارزښت، د مالي راکړي ورکړي په برخه کښي د یادو پېسو پر آسانتیاوو او په ورځنیو چارو کښي ئې د دغو خدماتو پر اهمیت خبري وکړې.
ورپسې د یادي اتحادیې مسئول رحیم شاه آغا د برېښنايي پېسو د کارولو د څرنګوالي، اړوند خدماتو، اپلېکېشنو او د هغو د ګټو او آسانتیاوو په اړه معلومات وړاندي کړل؛ هم ئې د برېښنايي پېسو اړوند اپلېکېشنونه ورته ډاونلوډ کړل او د کارولو کړنلاره ئې ورته تشريح کړل.
په وروستیو کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته جوابونه وويل سول او سیمينار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ١٤٤٨/٦/٤
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت