د برېښنايي زدکړو کمېټې ناسته وسوه

kdru_admin
Wed, Jul 31 2024 9:39 AM

 

د سې شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د دې کمېټې د مشر پوهنمل عطاء الله محمدي په مشري، د برېښنايي زدکړو کمېټې ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د دې کمېټې ټول غړي حاضر ول.

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه، په سر کښي ښاغلي محمدي و ټولو غړو ته ښه راغلاست ووايه؛ وروسته ئې د یادي کمېټې تېرو پرېکړو ته لنډه کتنه وکړه؛ په اړه ئې د سوو اجراءاتو راپورونه واورېدل او هم ئې د پخوانيو کورسونو د ثبت له پاره اړيني لارښووني وکړې.

ښاغلي محمدي د ټولو غړو څخه وغوښتل، چي د خپلو پوهنځيو استادان د وېډيووي کورسونو و ثبت ته وهڅوي او خپل کارونه نور هم ګړندي کړي؛ تر څو هغه وازرت ته واستول سي؛ ځکه وزارت ئې غوښتنه کړې ده.

همداراز په یاده ناسته کښي، د وېډيوي کورسو د ثبت، د ټولو پوهنځيو استادانو له پاره د HEMIS ورکشاپ پر دائرولو، محصلانو ته د HEMIS څخه د استفادې او د کاروني پر لارو چارو او همداراز نورو اړوندو موضوعاتو بحث او خبري وسوې او ګډونوالو ته په ځینو برخو کښي، سپارښتني وسوې.

د ناستي په وروستيو کښي د ټولو فرعي کمېټو له پاره د پوهنمل محمدي له خوا جوړ سوى د انځوريز راپور فارمټ تشريح سو او پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبري وسوې او په اړه ئې اړیني پرېکړي وسوې؛ وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۰۳/۵/۱۰