د اړیکو جوړونه او د ستونزو د حل مدیریت په نوم سیمینار وړاندي سو
د اړیکو جوړونه او د ستونزو د حل مدیریت په نوم سیمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت، د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د استاد پوهنیار نصیب الله اماني صاحب په همکارۍ د بېلابېلو پوهنځیو محصلانو ته د اړیکو جوړوني او د ستونزو د حل مدیریت په نوم سیمینار وړاندي کړ.
د سیمینار پر مهال محصلانو ته ښاغلي اماني صاحب د ښو اړیکو د جوړوني پر اهمیت، د سالمو اړیکو د ساتلو اصولو، د ستونزو د حل پر اغېزمنو لارو چارو او د مدیریت پر مهمو مهارتو هر اړخیز معلومات وړاندي کړل؛ هغه زیاته کړه، چي محصلان باید په خپل علمي او ټولنیز ژوند کښي د اړیکو جوړوني مهارتونه زده کړي؛ تر څو وکولای سي ستونزي په ښه ډول مدیریت او حل کړي.
همدارنګه د سیمینار په وروستیو کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته جوابونه وویل او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱۲/۶