د انتاناتو د مخنیوي شپږ ورځنی سيمینار پای ته ورسېد

kdru_admin
Mon, Aug 17 2026 9:47 AM
https://whatsapp.com/channel/0029VaIZiPUJ3juwN3bUhA0T/2716

د انتاناتو د مخنیوي شپږ ورځنی سيمینار پای ته ورسېد

 

د کندهار پوهنتون اړوند د مستشفی عمر تدریسي روغتون د ظرفیت لوړاوي عمومي مدیریت، د ياد روغتون دېرشو کارکوونکو: اشپزانو، خدماتيانو (خدماتي کارکوونکو)، باغوانانو او اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړاوي او د انتاناتو د مخنیوي شپږ ورځنی سیمینار پاى ته ورساوه.

 

په دغه سیمینار کښي د ياد روغتون، جراحي متخصص او د ملک په سطحه د انتان د مخنیوي روزنکي ډاکټر محمد یسیر محمدي، د انتاناتو د مخنیوي، د میکروبو د انتقال د لارو، شخصي او چاپېریالي حفظ الصحې او د روغتیايي اصولو د مراعات په اړه ګډونوالو ته بېلابېل روغتيايي موضوعات وړاندي کړل او هم ئې د ګډونوالو و بېلابيلو پوښتنو ته جوابونه وويل.

 

د سيمینار په وروستیو کښي، د مستشفی عمر تدریسي روغتون رئیس ډاکټر محمد حسن طاهر، او د ظرفیت لوړاوي عمومي مدیر صفت الله ایوبي وويل، چي د روغتیايي خدماتو د کیفیت د ښه کولو او د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت د لوړاوي له پاره به دغه ډول روزنیزو پروګرامونه دوام ولري او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

 

نېټه: ۱۴۴۸/۳/۳

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت