د اقتصاد پوهنځي محصلانو علمي سېر وکړ

kdru_admin
Tue, Dec 24 2024 10:37 AM
image

 


د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو د افغانستان بانک او مالیې وزارت ته د عملي زده کړو او د خپلي پوهي د لوړاوي په موخه علمي سېر وکړ، چي ملتيا ئې د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر مولوي محمد معصوم زاهد کوله.

محصلانو کابل ته د خپل اته ورځني علمي سېر پر مهال لومړی د افغانستان بانک ته تللي هلته ئې د یاد بانک له مسئولانو سره لیدلي؛ هم ئې د افغانستان بانک له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې او د لیدني په وروستیو کښې، د یاد بانک مسئولانو ته د افغانستان بانک په اړه معلوماتي پرېزنټېشن ارائه کړی، چي پکښي د افغانستان بانک تاریخچه، موخي، اساسي دندې او د افغانستان بانک د پولي سیاست د تطبیق په اړه معلومات پکښي ځای پر ځای سوي ول.

ورپسې محصلان د مالیې وزارت اړوند د ګمرکاتو او عوایدو ملي اکاډيمۍ ته تللي او د یادي اکاډیمۍ اړوند د بېلابېلو برخو څخه ئې لیدنه کړې او یادو برخو مسئولانو د اسکوډا او سکتا سيسټمو په اړه ئې هر اړخيز معلومات ورکړي، وروسته د اقتصاد پوهنځي استاد نقیب الله مشعل د مالیې وزارت څخه مننه وکړه او د ورته علمي همکاریو د دوام هیله ئې وښودله.

همداراز محصلان پر یاد علمي سفر خوښي ښيي؛ هغوی دغه علمي سېر د خپلو عملي زده کړو په برخه کي خورا اړین وباله او هم ئې د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چي د دوی له پاره ئې داسي اوږدمهاله مهم علمي سفر برابر کړ.

نېټه: ۱۴۰۳/۱۰/۴