د اسلام په مقدس دین کښي د ژوند ارزښت او د ځان وژني څخه د ځان ساتلو سیمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت؛ سلونو (سلګونو) محصلانو ته، د اسلام په مقدس دین کښي د ژوند ارزښت او د ځان وژني څخه د ځان ساتلو سیمینار وړاندي کړ.
په همدې موخه جوړ سوی سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو، په سر کښي د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر مولوي محمد معصوم زاهد، د سیمینار ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې وویل: د اسلام په سپېڅلي دین کښي ځان وژنه په کلکه منعه او ېو ناروا عمل دئ؛ نو په کار ده، چي موږ خپل ژوند ته د اسلام په رؤڼا کښي ته ادامه ورکړو؛ ځکه ژوند ېوازي زموږ حق نه دئ، چي هر وخت وغواړو له ځانه ئې واخلو؛ بلکي د ډېرو نورو حق هم راسره دئ؛ باید دغه حق له ځانه او نه له نورو څخه و ا نه خلو او په دې اُمید ژوند ته دوام ورکړو، چي دا دؤنیا که مو له مشکلاتو ډکه ده؛ نو په ځانه وژنه خو هغه دؤنيا هم خرابيږي.
ورپسې د شرعیاتو پوهنځي استاد مولوي صاحب عزت الله ارشاد د اسلام په مقدس دین کښي د ژوند ارزښت او د ځان وژني څخه د ځان ساتلو اړوند هر اړخیز بیان وکړ، چي په خبره ئې؛ ېو مسلمان باید مستحکم، باارادې او د مشکلاتو پر وړاندي مقاومت کوونکی يي؛ الله جل جلا له په خپل مبارک کتاب کښي فرمایي ژباړه: (تاسو خپل ځانونه په خپلو لاسو د هلاکت طرف ته مه غورځوئ)؛ نو څرنګه چي دا لوی جهان الله جل جلا له پیداکړی دئ او انسان هم د الله ج خلقت دئ؛ نو په هیڅ صورت انسان بغیر دالله جل جلا له له اجازې څخه د خپل واک څښتن نه دئ او نه سي کولای، چي خپل ژوند چي ېو الهي پیرزوینه ده، په خپله له خپل ځان څخه واخلي.
وروسته سیمینار د دؤعا په کولو پای ته ورسېد
نېټه: ۱۴۰۳/۸/۲۱