د اداري مراسلاتو د لا ښې زده ‌کړي پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

kdru_admin
Thu, Jun 18 2026 1:41 PM
image

د اداري مراسلاتو د لا ښې زده ‌کړي پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز او کارکوونکو چارو آمریت اړوند د ظرفیت لوړوني عمومي مدیریت د ګډ پلان پر اساس، د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کښي د بېلابېلو پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مدیرانو او د پوهنتون د نورو اداري برخو کارکوونکو ته د اداري چارو سره د لا ښه بلدتیا، پلان جوړوني او اداري مراسلاتو د اصولو د زده‌کړي په موخه جوړ سوی پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د ورکشاپ د وروستیو مراسيمو پر مهال د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب لومړی د مسلکي پرمختیایي مرکز له آمر ښاغلي پوهندوى عصمت الله عثماني او د یاد ورکشاپ له روزنکي پوهنيار احمد رسول سيدي څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دغه مهم روزنیز پروګرام په دائرېدلو او بریالي تطبیق کښي ئې هلي ځلي وکړې؛ هغه وروسته د ورکشاپ ګډونوالو ته د مسئولیت، د اداري چارو د ښه تنظیم، د اصولو او مقرراتو د مراعتولو، د وخت د ارزښت، د مراجعانو (مراجعينو) سره د ښه چلند او د خدماتو د لا ښه والي په اړه اړیني سپارښتني وکړې او غوښتنه ئې وکړه، چي زده کړل سوي موضوعات په عملي ډول په خپلو ورځنیو چارو کښي تطبيق کړى؛ تر څو د پوهنتون اداري چاري لا منظمي، سمي او چټکي سي.

د غونډي په وروستيو شېبو کښي ټولو ګډونوالو ته تصدیق‌پاڼي ورکول سوې او د هغوی د لا زیاتو بریاوو او پرمختګ په موخه دؤعاوي وسوې.
د یادولو وړ ده، چي په دغه پنځه ورځني ورکشاپ کښي ګډونوالو د پلان پېژندنه، ډولونه، اهمیت، انفرادي او عملیاتي پلان جوړونه، اداري مراسلات، په اسلامي نظام کښي اداري جوړښت او ځيني نور مهم اداري او مسلکي موضوعات په عملي او نظري ډول زده؛ کړل.

نېټه: ١٤٤٨/١/٢