د ابراهیم النخعي ؒ د جامعې فاضلانو ته (د تېزس "رساله" لیکنه) ورکشاپ دائر سو

kdru_admin
Thu, Dec 12 2024 12:10 PM
image

د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونیت په همکارۍ او د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د سوي هوکړه لیک له مخه، د کندهار ابراهیم النخعي ؒ جامعې ټولو استادانو او فاضلانو ته، د یادي جامعې د غونډو په تالار کښي د فوق لیسانس برنامو او څېړنیزو پروژو اړوند د تېزس او علمي څېړني درې ورځنی ورکشاپ دائر سو.

په یاد ورکشاپ کښي، د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنمل عزیزالرحمن عزیز د کندهار ابراهیم النخعي ؒ جامعې د دوهم ټولګي فاصلانو ته، د تېزس او علمي څېړني اړوند، د څېړني عنوان د جوړولو، د څېړني د عنوان معیارونه، د مأخذو لیکلو ځایونه، د تېزس د سپارلو ځایونه او نور اړوند موضوعات وړاندي کړل او هم ئې د ټولو ګډونوالو پوښتنو ته مفصل جوابونه وویل.

د یاد درې ورځني ورکشاپ په وروستیو مراسمو کښي، د ابراهیم النخعي ؒ جامعې رهبرۍ، د کندهار پوهنتون د رهبرۍ او په ځانکړي ډول د ورکشاپ د لارښود استاد څخه ځانکړې مننه وکړه او غوښتنه ئې وکړه، چي په راتلونکي کښي دي نور داسي ورکشاپونه هم دائر کړل سي.

نېټه: ۱۴۰۳/۹/۲۱