د آزمويني څخه د اندېښنې په نوم سیمینار وړاندي سو
د آزمويني څخه د اندېښنې په نوم سیمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند د رواني مشورې مرکز د پلان له مخه، د ښووني اوروزني پوهنځي د غونډو په تالار کښي، د بېلابيلو پوهنځيو محصلانو ته د آزمويني څخه د اندېښنې سيمينار وړاندي سو.
دا سيمينار، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو، په سر کښي، د یاد سیمینار روزونکي د ښووني او روزني پوهنځي د ارواپوهني څانګي استاد ښاغلي پوهنوال دوکتور قدرت الله نظري، د آزمويني څخه له بېري (اضطراب) د مخنيوي حللاري وښوولې، چي په خبره ئې؛ منظمه او مسلسله مطالعه وکړئ؛ د آزمویني په دوران کښي، پوره خوب او آرام وکړئ؛ مناسب خواړه وخورئ؛ په ژور تنفس سره ځان آرام کړئ؛ پر ټاکلي وخت د آزمویني صحنې ته په آرامۍ سره حاضر سئ؛ ټول هغه شيان، چي د آزمویني له پاره په کاريږي، له ځان سره يوسئ؛ اول آسانه او ساده سوالونه حل کړئ، ورپسې منځني او په آخر کښي، سخت حل کړئ.
د يادو لارښوونو تر څنګ ئې ځيني تجربې هم له ګډونوالو سره شريکي کړې او سیمينار ئې د دؤعا په کولو سره پای ته ورساوه.
نېټه: ١٤٤٧/١٢/٤