شخصي د لوړو زده کړو مؤسسو د دعوت او ارشاد له آمرانو سره د همږغۍ ناسته وسوه

kdru_admin
Sat, Sep 28 2024 11:33 AM
privet

د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مـولوي فضل احمد فضلي په مشري، د میرویس نیکه شخصي لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کښي، د یاد ولایت د شخصي لوړو زده کړو مؤسسو د دعوت او ارشاد آمرانو سره د همږغۍ ناسته وسوه.
د ناستي پېل د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو وسو؛ وروسته د کندهار پوهنتون دعوت او ارشاد آمر مـولوي فضل احمد فضلي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دعوت او ارشاد اړوند ځینو برخو کښي ئې یادو آمرانو ته سپارښتني وکړې او هم ئې د یادو آمرانو د دوهمي ربعي راپورونه او پلانونه وکتل او له خپله اړخه ئې د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ.
ښاغلي فضلي په پوهنتونو کښي، د دعوت او ارشاد آمریت فعالیتونه خورا مهم یاد کړل او په دې برخه کښي ئې د چارو د ښه تنظیم، همږغي، د اسلامي اُصولو او د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر په برخه کښي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانو د ښه تطبیق، د کاري بهیر د چټکتیا او شفافیت غوښتنه وکړه.
په وروستیو کښي پر ځینو متفرقه مسایلو هم خبري وسوې او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې.
وروسته ناسته د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېده.