دکندهار پوهنتون د رئېس پیغام کندهار پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کښي ېو له هغو پنځو لویو پوهنتونو څخه دئ؛ چي په (۱۹۹۰م. يا ۱۳۶۹ ل) کال د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر سياسي – فرهنگي مرکز کندهار کښي؛ د لوړو زده کړو وزارت تاًسيس کړ؛ دغه پوهنتون د دې حوزې د پنځو ولايتي پوهنتونو: (کندهار، هلمند، روزګان زابل او ډايکنډي) ټول علمي او اداري فعاليتونه اداره کوي؛ کندهار پوهنتون به د علومو په بېلابېلو برخو کښي د معياري تدریس او باکیفیته څېړنو په ترسره کولو سره؛ د ټولني د پرمختیا او هوسايني له پاره د خدمتونو په وړاندي کولو سره د هیواد مخکښ او د سیمي معتبر پوهنتون يي. کندهار پوهنتون دیوې ژمني، تجربه لرونکي او علمي رهبري له خوا څخه پر مخ ځي او دا رهبري کوښښ کوي؛ تر څو کندهار پوهنتون په نړۍواله کچه د ېو پېژندل سوي او لوړ مقام لرونکي پوهنتون په توگه پر مخ بوځي. دکندهار پوهنتون رئېس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طيبي

تازه خبرونهنور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۳:۴۲
Background image

د ګازي مشروباتو زیانونه او د سالم ژوند اړتیا

 

روغتیا د انسان له پاره د خدای جل جلاله تر ټولو لوی نعمت دئ؛ خو له بده مرغه ډېری خلک ناسم خوراک او ناسم څښاک په لويو ناروغیو اخته کړي، چي يو هم د دغه ناسم خوراک څخه ګازي مشروبات دي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د پسرلني سمیسټر کانکور

د خصوصي پوهنتونو د پسرلني سمیسټر کانکور واخیستل سو


د تېري جمعې په ورځ ( ۳ سلواغه)، په کندهار کښي، د ميرویس نیکه، ملالۍ، سبا او بېنوا د (۱۴۰۴.ل) کال د پسرلني (بهاري) سمیسټر د شمولیت له. . .