کمپیوټر ساینس پوهنځي د خپلو ۶۹ فارغانو مراسم په شانداره ډول ولمانځل

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۵:۵۲
graduation of cs faculty

د سې شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي۶۹ محصلان له څلور کلونو زده کړو وروسته فارغ سول، چي په همدې موخه یاد پوهنځي د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون مسئولان، د دولتي او شخصي ادارو مسئولان، استادان، علماء کرام او د فارغو سوو محصلانو د کورنیو غړي حاضر ول.

مراسم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سول؛ په سر کښي، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئېس نیازمحمد دوست یار، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاښت ووایه؛ ورږسته ئې فارغان و نورو لوړو زده کړو ته وهڅول او پر مسئولانو ئې ږغ وکړ، چي د هیواد په ټولو اداري چارو؛ په ځانګړي توګه ټیکنالوژیو او معلوماتي اړوندو برخو کښي دي، له دې ځوانۍ انرژۍ څخه ګټه واخیستله سي.

ورپسې د کندهار د پوهني رئېس مولوي فخرالدین نقشبندي فارغانو ته د ېوالي او اتفاق پر ګټو، د استادانو پر احترام او د ځوانانو پر مسئولیت هر اړخیزه وینا وکړه او له ټولو فارغو سوو کسانو څخه ئې وغوښتل؛ تر څو د دې ځورېدلي اولس له پاره په پوره اخلاص خدمت وکړي او د دې ځورېدلي ملت زخمونه په پوره اخلاص او مېړاني سره پټۍ کړي.

وروسته د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي ټولو فارغانو ته مبارکي وویله؛ ورپسې ئې فارغانو ته په اشاره وویل: تاسي بختور خلګ یاست، چي الله سبحان وتعالی پوهه در نصیب کړه؛ ځکه کله چي الله سبحان وتعالی چاته د خیر اراده وکړي؛ نو الله سبحان و تعالی هغه ته روا پوهه ورکړي او د علم په ښایست ئې سمبال کړي.

ښاغلې طیبي زیاته کړه، چي د مجاهدینو د قربانیو او د اولس د همکاریو په پایله کښي الله جل‌جلاله شرعي نظام حاکم کړ؛ ولي اوس موږ او تاسي د دې سپېڅلي نظام د دوام او ټینګښت په برخه کښي هر ېو خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کړو.

غونډي په وروستیو کښي، د کندهار د مخابراتو رئېس مولوي نورالله نوري او نورو مسئولانو هم ویناوي وکړې، دوی فارغان و نورو لوړو زده کړو او د هيواد پرمختګ او آبادۍ ته وهڅول، چي دا هیواد مسلکي کادرونو ته اړتيا لري او د آبادۍ له پاره به ئې په ګډه کار کوو‍. د غونډي په ورستیو کښي، ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې او غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.

نېټه: ۱۴۰۳/۴/۲۰