دوکتور حضرت ميرتوتاخېل 

ډاکټرحضرت ميرتوتاخيل د داد ميرزوی په ۱۳۳۷ ل. کال دپکتيا ولايت دسيد کرم ولسوالي دخندخېلو په کلي کي په يوه بزګره کورنۍ کي دې نړۍ ته سترګي پرانيستي دي.لومړۍ او ثانوي زده کړي ئې دسيدکرم په لېسه کي پای ته رسولي دي او په ۱۳۵۶ ل.کال دکابل پوهنتون دکرهڼي پوهنځي داګرانومي له څانګي څخه فارغ او دخاوري، اوبو اوکرهڼيزي کېمیا په څانګه کي په علمي کادرکي پاته سوی دئ. دننګرهار دناوې دپراختيا په پروژه کي دساتني او څارني دلوی آمر، ددوهم کرهڼيز فارم آمر او دغازي آباد دفارم دآمر په توګه پاته سوی دئ. په ۱۹۸۵ م. کال دپخواني شوروي اتحاد د ازبکستان دتاشکند دکرهڼي په پوهنتون کي ئې دکرهڼيزي کېميا او خاوري په څانګه کي ماسټري ترلاسه کړې ده. وروسته له هغه دلوړوزده کړو دوزارت دمسلکي تدريساتو په رياست کي دعلمي غړي په توګه پاته سوی دئ او په ۱۹۹۰م کال کي يې دپخوانۍ شوروي اتحاد دعلومو په اکاډمي کي دډوګوچايف په انسټيټوټ کي دخاوري په څانګه کي ددوکتورا (Ph.D) زده کړي کړي دي. وروسته له هغه ئې دکابل دپوهنتون دکرهڼي پوهنځي داستاد په توګه دنده ترسره کړې ده او دهيواد په نا ارامه شرايطو کي دنوروهيوادوالو په شان پېښور ته مهاجر سوی دئ. ښاغلی توتاخېل دهجرت په محيط کي داحمد شاه ابدالي دپوهنتون مؤسس او علمي مرستيال او وروسته دافغان پوهنتون مؤسس او علمي مرستيال پاته سوی دئ. وروسته له هغه ئې هغه پوهنتون له پېښوره خوست ولايت ته دپوهنتون دټولو امکاناتو ، وسايلو او تجهيزاتو سره په ۱۳۸۱ ل. کال انتقال کړئ او دهغه پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست رئیس پاته سو. ترهغه وروسته دکابل دښووني او روزني پوهنتون دعلمي مرستيال او سرپرست او له ۱۳۸۶ ل. کال څخه تراوسه پوري دکندهارپوهنتون درئيس په توګه وظیفه اجراء کوي.