د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د مشورتي بورډ نوبتي غونډه دائره سوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۲۸
/

د سې شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د کیفیت د تضمین د غونډو په تالار کي، د دعوت او ارشاد آمریت د مشورتي بورډ نوبتي غونډه دائره سوه، چي پکښي د دې کمېټې ټولو غړو ګډون کړی وو.

د غونډي پېل د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو وسو، وروسته د دعوت او ارشاد آمر او د کمېټې مسؤل م. فضل احمد فضلي د کمېټي غړو ته ښه راغلاست ووایه او له ټولو څخه ئې ځانګړې مننه وکړه؛ چي د دعوت او ارشاد د فعالیتونو د لا ښه ترسره کولو لپاره یاد آمریت ته مشورې ورکوي، د غونډي په جریان کي م. فضل احمد فضلي د تېري کمېټې پرېکړو ته لنډه کتنه وکړه او وروسته ئې د نوو محصلانو د فکري روزني د سیمینارو پر جوړېدو، د عوت او ارشاد د فعالیتو پر تقویه کولو او پوهنتون کي د تجوید او فقهي لنډ مهاله درسونه د لا ښې تقویې اړوند خبري او بحث وکړ.

هغه د خپلو خبرو په وروستیو کې غونډي ته د راغلیو ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او ژمنه ئې وکړه چي د خپل پلان په عملي کولو کي به د پخوا په څېر هڅي او کوښښونه کوي.

د غونډي په وروستیو کې د د دعوت او ارشاد آمريت د مشورتي بورډ غړو د راتلونکو پلانونو د ښه عملي کېدو په موخه خبري او مشورې وکړي، ټینګار یې څرګند چي راتلونکي کي به غوره اسلامي او ګټورو موضوعاتو سېمینارونه دائره وي.

وروسته غونډه د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېدله.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۶:۱
Background image

تعميراديتوريم

جهت زيبائی تعميراديتوريم ساحه چهار اطراف آن ليول ګرديده است که درآينده برای سرسبزی خوبتر اماده ګرديده باشد.

BACK TO NEWS