كندهار پوهنتون

لوړو زده کړو وزارت په (۱۳۶۹ل. / 1990م.) كال کندهار پوهنتون د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر سیاسي فرهنګي مرکز کندهار کښي د كرهڼي پوهنځي په ايجاد سره تأسيس او له (۱۳۶۹ل.) کال راهيسي تر (۱۴۰۴ل.) کاله پوري (۱۲) پوهنځي: طب، انجينېري، ښوونه او روزنه، شرعيات، اقتـصاد، ژورناليزم او عامه اړيکي، حقوق او سياســي علوم، عامـه اداره او پاليســي، ژبـي او ادبيات، کمپيوټر ساينس، فارميسي او ستوماتولوژي پوهنځـي په بېلابېلو کلونو کښي يو په بل پســې ايجاد او فعاله سوي دي؛ همـداراز د عامـي روغتيا د ماسټرۍ (MPH) برنامه په طـب پوهنځـي کښـي له (۱۳۹۵ل.) کاله راهيسي او د شرعیاتو په پوهنځي کښي د اسلامي تعلیماتو د ماسټرۍ برنامه له (۱۴۰۲ل.) کال څخه پېل سوې ده او په پوره برياليتوب سره پر مخ ځي.

یاد ښـوونيز او روزنيز کــهول په سهـېل لوېديځ زون کښــي د لوړو زده کړو وزارت استازی، د ټولو فليالو دولتي او خصوصـي پوهنتونو او لـوړو زده کړو مؤسسـو لارښود او مرستنـدوى مرکـز دئ، چـي د لوړو يادو سوو تحصیلي بنسټو د نظارت او څارني صلاحيت هم لري.

دوې علمي مجلې: (نارنج) او (منډيګک) لري، چي په کال کښي څلور ګڼــي خپروي او د اړتيا پر مهال فوق العاده ګڼــي هم چاپوي؛ په هرو دوو کلونو کښي د پوهنتون پېژندني له پاره يو کتلاک او د هري ربعي د کړنو د خپراوي له پاره ربعوار بوليټين هم خپروي.

کــندهار پوهــنتون د افغانستان له لوړو پنځـو دولتــي او خصوصي پوهنـتونو څخه دئ، چــي په افغانســتان کښي ئې د لوړو زده کړو د سيسټم او د پوهنتونو د علمي اعتبار اخيستني په لومړي پړاو کښي په (۱۳۹۷ل.) کال پنځه کلن اکاډيـميک اعتبار ترلاسه کړ؛ د علمي پروګرامو په دوره ئي بيا کتنه کښې د (۸) علمي پروګرامونو د دوام امتياز ترلاسه کړی؛ دې پوهنتون د هيواد له (۵۰) دولتي او غیر دولتي ادارو او (۲۹) نړۍوالو پوهنتونو او ادارو سره ګډ کاري تړونونه او هوکړه ليکونه لاسلیک کـړي دي او په نړۍواله سطحه له (۱۴) معتبرو پوهنتونونو سره علمي او تخنيكـي اړيكي لري؛ کندهار پوهنتون د اوبو د نړۍوالي ملګرتيا (Global Water Partnership)، ايراسمس پلس (Erasmus+)، د هيماليا پوهنتون کانسورتيم (HUC)، د آسيا پېسيــفيک کوالټـــي نېټورک (APQN)، د لـوړوزده کړو د اعتبار ورکوني ټولني د نړۍوال کيفيت د ګروپ (CHEA- CIQG) او د جنوبـي آسيا د لوړو زده کړو سېمپوزيم (SAHES) غړى دئ او د دې علمــي کـهول ېو استاد د آسیا پېسیــفیک کوالټــي نیټـورک (APQN) او دباندنيو ارزوونکو (EPR) غـړى هم دئ، چي د سيمي د پوهنتونو په ارزونه کښـي ونډه اخلي.

لېرلید

کندهار پوهنتون به د معیاري تدریس، باکیفیته علمي څېړنو، عصري زده کړو او د مسلکي او تخصصي ژمنو کادرو د روزلو په برخه کښي په ملي او نړۍواله سطحه یو معتبر پوهنتون واوسي.

رسالت

کندهار پوهنتون د اسلامي او ملي ارزښـتونو په رُڼا کښي؛ د سته امکاناتو، معاصري ټکنالوجۍ او د مسلکي او تخصصي ژمنو کادرو په درلودلو سره؛ د علم په رامنځ ته کولو، خپرولو او د ټولني په پرمختګ کي بنسټیز مسئولیت ادا کوي.

 

اساسي ارزښتونه

۱. اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا؛

۲. عدالت او رښتینولي؛

۳. متقابل درناوی؛

۴. مسلکيتوب؛

۵. ټولیزه کاري روحیه؛

۶. شفافیت او حساب ورکول.

 

سټراټیژیکي موخي

۱. د علمي برنامو وده او پراختیا؛

۲. د علمي څېړنو وده او پراختیا؛

۳. د تأسیساتو تجهیز او جوړونه؛

۴. د اداري سیسټمونو وده او عوایدو سطحه لوړول؛

۵. کیفیت لوړول او نړیوال اعتبار تر لاسه کول؛

۶. توامیتونو او هوکړه لیکونو وده او پراختیا؛

۷. د علمي کادر، اداري کار کوونکو او محصلانو ظرفیت لوړونه؛

۸. برېښنائي زده کړو وده او پراختیا؛

۹.            د ټولنـي د ضرورتونو پر اساس د محصلانو ډېرول او معیاري

تحصیلي خدمتونو وده او پراختیا؛

۱۰. تحصیلي نصاب او کریکولم وده او پراختیا.