دکندهار پوهنتون د رئېس پیغام کندهار پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کښي ېو له هغو پنځو لویو پوهنتونو څخه دئ؛ چي په (۱۹۹۰م. يا ۱۳۶۹ ل) کال د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر سياسي – فرهنگي مرکز کندهار کښي؛ د لوړو زده کړو وزارت تاًسيس کړ؛ دغه پوهنتون د دې حوزې د پنځو ولايتي پوهنتونو: (کندهار، هلمند، روزګان زابل او ډايکنډي) ټول علمي او اداري فعاليتونه اداره کوي؛ کندهار پوهنتون به د علومو په بېلابېلو برخو کښي د معياري تدریس او باکیفیته څېړنو په ترسره کولو سره؛ د ټولني د پرمختیا او هوسايني له پاره د خدمتونو په وړاندي کولو سره د هیواد مخکښ او د سیمي معتبر پوهنتون يي. کندهار پوهنتون دیوې ژمني، تجربه لرونکي او علمي رهبري له خوا څخه پر مخ ځي او دا رهبري کوښښ کوي؛ تر څو کندهار پوهنتون په نړۍواله کچه د ېو پېژندل سوي او لوړ مقام لرونکي پوهنتون په توگه پر مخ بوځي. دکندهار پوهنتون رئېس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طيبي

تازه خبرونهنور دلته

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۴۶
Background image

د عزیزي بانک مسئولانو د اقتصاد پوهنځي محصلانو ته د بانکي خدماتو سیمینار وړاندي کړ

 

 

د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په هڅو، د یاد پوهنځي د غونډو په تالار کښي، په کندهار ښار کښي د عزیزي بانک څانګي مسئولانو د اقتصاد پوهنځي محصلانو ته د بانکدارۍ، بانکي خدماتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۱۵
Background image

د کندهار پوهنتون د مني جام فوټسال ټورنمينټ اتل کمپیوټر ساینس پوهنځی سو

 

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو د همږغۍ آمریت اړوند د ورزشي عمومي مدیریت په هڅو، د ۱۴۰۵ل. کال د «کندهار پوهنتون د مني جام» فوټسال ټورنمينټ د پای بازي په افتخار ورزشي لوبغالي کښي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

د SPSS په واسطه د عالي احصائيوي معلوماتو تحليل درې ورځنى ورکشاپ پاى ته ورسېد

 

 

د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت اړوند څېړنیز مرکز، د علمي څېړنو معاونیت د مرستیال پوهنیار دوکتور رحمت‌الله پښتون په همکارۍ، د بېلابېلو پوهنځیو استادانو ته د SPSS په واسطه د. . .