د کندهار پوهنتون د رئېس پیغام

کندهار پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کښي ېو له هغو پنځو لویو پوهنتونو څخه دئ؛ چي په (۱۹۹۰م. يا ۱۳۶۹ ل) کال د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر سياسي – فرهنگي مرکز کندهار کښي؛ د لوړو زده کړو وزارت تاًسيس کړ؛ دغه پوهنتون د دې حوزې د پنځو ولايتي پوهنتونو: (کندهار، هلمند، روزګان زابل او ډايکنډي) ټول علمي او اداري فعاليتونه اداره کوي؛

کندهار پوهنتون به د علومو په بېلابېلو برخو کښي د معياري تدریس او باکیفیته څېړنو په ترسره کولو سره؛ د ټولني د پرمختیا او هوسايني له پاره د خدمتونو په وړاندي کولو سره د هیواد مخکښ او د سیمي معتبر پوهنتون يي.

کندهار پوهنتون دیوې ژمني، تجربه لرونکي او علمي رهبري له خوا څخه پر مخ ځي او دا رهبري کوښښ کوي؛ تر څو کندهار پوهنتون په نړۍواله کچه د ېو پېژندل سوي او لوړ مقام لرونکي پوهنتون په توگه پر مخ بوځي.

شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي

Voice Chancller

کمپیوټر ساینس پوهنځي د خپلو ۶۹ فارغانو مراسم په شانداره ډول ولمانځل

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۵:۵۲
graduation of cs faculty

د سې شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي۶۹ محصلان له څلور کلونو زده کړو وروسته فارغ سول، چي په همدې موخه یاد پوهنځي د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون مسئولان، د دولتي او شخصي ادارو مسئولان، استادان، علماء کرام او د فارغو سوو محصلانو د کورنیو غړي حاضر ول.

مراسم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سول؛ په سر کښي، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئېس نیازمحمد دوست یار، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاښت ووایه؛ ورږسته ئې فارغان و نورو لوړو زده کړو ته وهڅول او پر مسئولانو ئې ږغ وکړ، چي د هیواد په ټولو اداري چارو؛ په ځانګړي توګه ټیکنالوژیو او معلوماتي اړوندو برخو کښي دي، له دې ځوانۍ انرژۍ څخه ګټه واخیستله سي.

ورپسې د کندهار د پوهني رئېس مولوي فخرالدین نقشبندي فارغانو ته د ېوالي او اتفاق پر ګټو، د استادانو پر احترام او د ځوانانو پر مسئولیت هر اړخیزه وینا وکړه او له ټولو فارغو سوو کسانو څخه ئې وغوښتل؛ تر څو د دې ځورېدلي اولس له پاره په پوره اخلاص خدمت وکړي او د دې ځورېدلي ملت زخمونه په پوره اخلاص او مېړاني سره پټۍ کړي.

وروسته د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي ټولو فارغانو ته مبارکي وویله؛ ورپسې ئې فارغانو ته په اشاره وویل: تاسي بختور خلګ یاست، چي الله سبحان وتعالی پوهه در نصیب کړه؛ ځکه کله چي الله سبحان وتعالی چاته د خیر اراده وکړي؛ نو الله سبحان و تعالی هغه ته روا پوهه ورکړي او د علم په ښایست ئې سمبال کړي.

ښاغلې طیبي زیاته کړه، چي د مجاهدینو د قربانیو او د اولس د همکاریو په پایله کښي الله جل‌جلاله شرعي نظام حاکم کړ؛ ولي اوس موږ او تاسي د دې سپېڅلي نظام د دوام او ټینګښت په برخه کښي هر ېو خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کړو.

غونډي په وروستیو کښي، د کندهار د مخابراتو رئېس مولوي نورالله نوري او نورو مسئولانو هم ویناوي وکړې، دوی فارغان و نورو لوړو زده کړو او د هيواد پرمختګ او آبادۍ ته وهڅول، چي دا هیواد مسلکي کادرونو ته اړتيا لري او د آبادۍ له پاره به ئې په ګډه کار کوو‍. د غونډي په ورستیو کښي، ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې او غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.

نېټه: ۱۴۰۳/۴/۲۰