د ۴۹ خالي اداري بستونو له پاره تحریري آزموینه واخیستله سوه

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۰:۴۵
/

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کندهار، زابل او د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د ۴۹ خالي اداري بستونو له پاره د ۲۴۰ کاندیدو کسانو څخه تحریري آزموینه واخیستله سوه، چي پر مهال ئې د کندهار، زابل او افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون مسئولان هم حاضر ول.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه، په سر کي، د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي او کاندیدانو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته ئې وویل: د هري ادارې د شفافیت له پاره او د وړ کادرونه د جذب له پاره آزموینه اخیستل شرط دئ، هغه زیاته کړه؛ هیواد کښي مو اسلامي نظام راغلی؛ نو اوس باید ټول ځوانان د دې ټولني د اتفاق او ېووالي له پاره کار وکړو. همداراز ښاغلی عاصم زیاته کړه،  ټول وړ او لایق ځوانانو به په یادو بستونو کښي په کار وګمارل سي.

 

ورپسې د لوړو کړو وزارت څخه د راغلي هیئت پلاوي مشر انجینېر حافظ روح الله روحاني په خپلو خبرو کي د آزمویني ټولو ګډون والو ته ډاډ ورکړ، چي د آزمویني ټول بهیر به، پرته له کومي لاس وهني او په شفاف ډول سرته رسېږي، او ستاسي پایلي به ستاسي د استعداد پر اساس اعلانیږي. هغع د کندهار پوهنتون د مسئولانو او استادانو له همکاري څخه خوښي وښوده، چي د دې پروسې په منظم ډول مخ ته وړلو کښي ئې بشپړه همکاري ورسره کړې.

 

تر مراسمو وروسته د پوښتنو صندوق د کندهار پوهنتون رهبرۍ، د لوړو زده کړو وزارت راغلي هيئت او د آزمويني دوو ګډونوالو پرانيست او ټولو ګډون والو ته په منظم ډول د سوالو فورمې ووېشلي سوې، وروسته د آزمويني بهیر د مسئولانو او د هیئت غړو په منظم ډول وڅاره.