د کندهار پوهنتون نوی مالي او اداري مرستيال معرفي سو

superadmin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۶:۱
د کندهار پوهنتون نوی مالي او اداري مرستيال معرفي سو

کندهار پوهنتون د ۱۳۹۸ل.کال د زمري مياشتي پر ۳۱ نېټه د کندهار پوهنتون د مخکني اداري مرستيال پوهنمل نذير احمد قانع د ستایني او مخه ښه اړوند يو پرتمينه غونډه دايره کړه.

د ستايني او هڅوني په دې پرتمينه غونډه کي په ټولنيزو چارو کي د والي مرستيال او د رئيس جمهور سلاکار وزير حاجي آغالالی دستګري، په ولسي جرګه کي د کندهار ولايت د خلګو استازي خليل احمد مجاهد، د کندهار ولايت د سکتوري ادارو مسؤلينو، د خصوصي پوهنتونو مسؤلينو، د کندهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او ګڼ شمېر اداري کارمندانو ګډون کړی وو.د غونډي په پيل کي د کندهار پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثيق د کندهار پوهنتون د مخکني اداري مرستيال پوهنمل نذير احمد قانع د ستايني او منني تر څنګ زياته کړه، چي د قانع خدمتونه به کندهار پوهنتون هير نه کړي او په اداري کارونه کي به تل د نوموړي له تجربو څخه استفاده کوي.ښاغلي وثيق همدارنګه د کندهار پوهنتون نوي مالي او اداري مرستيال ته ښه راغلاست ووايه او د نوي دندي مبارکي ئې ورکړه او د خدای(ج) له دربار څخه ئې ورته په اداري چارو کي د ښه لاسته راوړنو او پرمختګونو غوښتنه وکړه.په ټولنيزو چارو کي د والي مرستيال او د رئيس جمهور سلاکار وزير حاجي آغالالی دستګري د ښاغلي قانع څخه د منني تر څنګ وويل، چي تغير او تبديل د ادارې يو اصل دئ او د دې تر څنګه ئې ښاغلي روحمل ته د نوي دندي مبارکۍ وويل او په چارو کي ئې ورته د ښه پرمختګونو هيله وکړه.د کندهار پوهنتون مخکني مالي او اداري مرستيال پوهنمل نذير احمد قانع وويل، چي پوهنتون يو اکاډميک ځای دئ او په کندهار پوهنتون کي ټول پرمختګونه او لاسته راوړني د يو واحد کاري ټېم په واسطه سوي دي، چي دا د روحمل صاحب له پاره يو ښه زيری دئ، ځکه کندهار پوهنتون يو ښه اداري کاري ټېم لري.ښاغلي قانع د پوهنتون د رهبرۍ سره په راتلوونکي کي د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.د کندهار پوهنتون نوي مالي او اداري مرستيال اغا محمد روحمل د غونډي ګډونوالو ته د خپل کاري اوليتونو په اړه معلومات ورکړل او زياته ئې کړه، چي ورسپارل سوې دنده به په پوره ايماندارۍ او صداقت سره تر سره کړي.نوموړي وويل د خوشحالۍ ځای دئ، چي په يو اکاډميک ځای کي ئې د خدمت کولو موقع تر لاسه کړل او د کندهار پوهنتون د کاري ټېم څخه ئې د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه.د کندهار پوهنتون د رهبرۍ له لوري د کندهار پوهنتون د مخکني اداري مرستيال پوهنمل نذير احمد قانع ته د ښو او دقيقو اجرااتو په موخه ستاينليک او د غونډي مېلمنو ته د افغانستان د سلمي کليزي په مناسبت مبارکي او د غازي امان الله شاه د عکسونو يو البم د ډالۍ په ډول ورکړ او غونډه د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.د يادوني وړ ده، چي اغامحمد روحمل د عبدالکبير زوی، چي د لوړو زده کړو وزارت د وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عالي مقام د حکم پر اساس د کندهار پوهنتون د مالي او اداري مرستيال په صفت مقرر سوی دئ، اصلاً د کندهار ولايت اوسېدونکی، دوې ماسټرۍ لري او په بېلا بيلو دولتي او غيري دولتي ادارو کي ئې دندي اجرا کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پسرلني سمیسټر کانکور آزموینه واخیستله سوه

په کندهار کښي، د ملالۍ، میرویس نیکه، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو د (۱۴۰۳.ل) کال د پسرلني سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د سرطان نړۍواله ورځ ولمانځله سوه

د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت او د طب پوهنځي د فرهنګي کمېټې د پلان له مخه؛ د طب پوهنځي د علمي کنفرانسو په تالار کښي، د همدې پوهنځي استاد پوهنوال ډاکټر نعمت الله اسحاق د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴۵
Background image

د کمپیوټر زده کړي، له کورس څخه ۱۳۰ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول


د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کمپیوټر مدیرت او آفیس زده کړي له پروکرامو څخه ۱۳۰ محصلان له دوه میاشتني زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه د محصلانو. . .

BACK TO NEWS