د پوهنتون رئېس اداري کارمندانو ته: کاري شفافیت، همږغي او په خپلو چارو کي رښتنولي د پوهنتون د بریا راز دئ

د کندهار پوهنتون په مسجد کي، د پوهنتون د ټولو اداري آمرانو او اداري کارمندانو سره د همږغۍ غونډه وسوه، چي پر مهال ئې د پوهنتون رئېس محترم الحاج شیخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي، د رهبرۍ غړي، د پوهنځيو رئېسان او ټول اداري کارمندان حاضر ول.
یاده غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه؛ په سر کښي د مالي او اداري چارو مرستیال انجینېر اکرام الله صهیب د (۱۴۰۳.ل) کال تدارکاتي پلان شریک کړ. هغه د روانو رغنیزو پروژو، په ځانګړي ډول د اوبو د قطري سیسټم، د ۱.۸ کیلومتره سړک جوړولو، د انجینېري پوهنځي د پاتو چارو، د ياد پوهنځي د محصلانو د عملي کار پارک، د فارميسي پوهنځي او د کادري روغتون د تجهیزاتو اړوند د سوو اجراءاتو معلومات وړاندي کړل.
وروسته ئې ټولو اداري کارمندانو ته لارښووني وکړې، چي په خبره ئې؛ په اداري او مالي چارو کي باید بشپړ شفافیت وساتل سي، د بودیجې لګښتونه باید اٌصولي يي، له هر ډول ضایعاتو باید مخنیوی وسي، د پوهنتون د هري ادارې کارکوونکي باید د خپلو همکارانو سره ښه همږغه يي، د ستونزو د حل له پاره ېو بل ته لاس ورکړي، د ګډ کار روحیه پیاوړې کړي، ټول اداري کارونه باید پر خپل وخت وسي او بېځایه ځنډ ته باید اجازه ور نه کړل سي.
د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي او د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاء الرحمن مشک عالمزي هم د غونډي ګډونوالو ته ویناوي وکړې. دوی د دې ډول غونډو ارزښت وستایه او د پوهنتون د علمي پرمختګ له پاره ئې اړین ټکي بیان کړل. هغوی د پوهنځیو تدریسي مدیرانو ته لارښووني وکړې، چي د محصلانو اسنادونه پر وخت پروسس کړي، د HEMIS سیستم ته ئې اسنادونه او نؤمرې په سم ډول پورته کړي، خپل رسمي کارونه پر ټاکلي وخت وکړي، له خپلو همکارانو سره ښه چلند ولري او د خپلو آمرانو لا نور اطاعت وکړي.
په پای کي د کندهار پوهنتون رئېس، الحاج شېخ الحدیث مولوي عبدالرحمن طیبي وینا وکړه. هغه د پوهنتون د اداري او علمي کارمندانو سره د دې ګډ مجلس څخه خوښي وښوده او وې ویل: "الحمدلله، موږ ېوه ښه اداري قوه لرو؛ زما اراده دا ده، چي د خپل پوره توان سره د کندهار پوهنتون د پرمختګ او ترقۍ له پاره کار وکړم؛ زه غواړم دا پوهنتون نه ېوازي د سیمي؛ بلکي د نړۍ په کچه ېو مخکښ علمي مرکز سي؛ البته، دا کار ېوازي ېو کس نسي کولای؛ بلکي زموږ او ستاسي د ټولو مسئولیت دئ."
د پوهنتون رئېس ټولو کارمندانو ته سپارښتنه وکړه، چي د حسد، اختلاف، او خیانت څخه ځان وساتي او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنت او الهي اوامرو ته ژمن پاته سي؛ موږ باید د خپلو مشرانو د پرېکړو لا نور اطاعت وکړو، خپلمنځي ېووالی او همږغي وساتو او خپل مسئولیتونه په سمه توګه ترسره کړو."
د غوندي په وروستیو کي، ټولو ګډونوالو ته د نظرو، وړانديزو او ستونزو اورېدلو په موخه د پوښتنو پاڼه شریکه سوه او ټولو ګډونوالو خپل وړاندیزونه او ستونزي پکښي ولیکلې.
وروسته غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۱/۲۰