د عامي روغتیا ماسټرۍ پروګرام (MPH) څخه د فارغانو مراسم په شانداره توګه ولمانځل سول
د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي اړوند د عامي روغتیا ماسټرۍ پروګرام (MPH) له اوومي دورې څخه ٢٥ ډاکټران فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول؛ چي په همدې موخه یاد پوهنځي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون مسئولانو، استادانو، علماؤ او د فارغو محصلانو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوتولو سره پېله سوه؛ په سر کښي د طب پوهنځي استاد او د دې برنامې بنسټګر پوهاند صاحب ډاکټر عبدالواحد وثیق ټولو فارغانو ته مبارکي وویله؛ ورپسې ئې د MPH برنامې پر تاریخي اړخ، فعالیتو او راتلونکو پلانو خبري وکړې، چي په خبره ئې؛ د MPH ماسټرۍ برنامه د کابل طبي پوهنتون وروسته دوهم د کندهار پوهنتون په طب پوهنځي کښي ايجاد سوه، چي ېوه د ډېرو مهمو طبي برنامو څخه ده. ښاغلي وثیق د خپلو خبرو په وروستیو کښي، فارغه ډاکټران د ټولني خدمت کولو او نورو لوړو زده کړو ته وهڅول.
ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې زیاته کړه، چي په تېر شل کلن نظام کښي، دباندنیانو په میلیونو پیسې له ځانو سره را وړې؛ ولي هیڅ بنیادي کار ئې ونه کړ، ښه مثال ئې د روغتیا او تعلیم برخه ده، چي ځانکړې توجه ئې نه ورته درلوده او نه ئې غوښتل چي افغانستان جوړ سي؛ ولي اوس په افغانستان کښي ېو خپلواک او شرعي نظام حاکم سوی، د د ا.ا.ا کابینه د نورو برخو ترڅنک د تحصیل برخي ته ځانکړې توجه لري او هر کال ډېره بودیجه ور ته ځانکړې کوي.
وروسته ښاغلي طیبي د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د ټولو اُستادانو هڅي وستایلې او وې (وه ئې) ویل؛ د روغتیا په برخه کښي په دونه لوړه کچه ډاکټران فارغېدل او بیا ټولني ته وړاندي کول دا د ټول افغانستان له پاره د ویاړ خبره ده او په خپلو خبرو کښي ئې له فارغه ډاکټرانو وغوښتل، چي د ځورېدلي اولس هیلي ور پوره کړئ؛ تر څو افغانان د پردیو هیوادونو څخه راوګرځي او همدلته په هیواد دننه ئې ستاسي ه مټ درملنه وسي.
په وروستیو کښي نورو استادانو او د فارغو سوو ډاکټرانو په استازیتوب هم دوو ډاکټرانو خبري وکړې او ژمنه ئې وکړه، چي د اولس له پاره به په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره د روغتیا په برخه کښي خدمت کوي؛ تر ویناؤ وروسته، ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې؛ او مراسیم د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدل.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۰/۳۰