د طب پوهنځي څخه په عملي او نظري زده کړو سمبال ۶۰ ډاکټران فارغه او ټولني د خدمت په موخه وړاندي سول
د کندهار پوهنتون له طب پوهنځي څخه ۶۰ ډاکټران تر شپږ کلن تحصیلي مزل وروسته فارغ سول؛ چي په همدې موخه یاد پوهنځي دپوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون مسئولانو، استادانو، علماؤ او د فارغو محصلانو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېله سوه؛ په سر کښي، د طب پوهنځي رئېس پوهنوال ډاکټر غلام محیالدین مدثر د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ټولو فارغانو ته مبارکي وویله او فارغانو ته ئې په خطاب کښي وویل: له فراغت وروسته ستاسي مسئولیت نور هم ډېر سو، تاسي د ټولني د اُمید سترګي او د روغتیا ځواک یاست، افغانستان د روغتیا په برخه کښي ګڼي ستونزي لري؛ ولي د دې ستونزو د حلولو ېوازنى ځواک تاسي یاست؛ تاسي به د روغتیا په برخه کښي افغانستان په ځان بسایه کوی او د خپلو خلګو درملنه به، په صحي ډول کوی.
ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي ئې وښودله، چي نن زموږ فارغه ډاکټران خپلي ټولني، وطن او کلي ته، د ېوې ډېري مهمي علمي سرمايې سره ځي، چي دا د نظام، خلګو او ټولني له پاره د ویاړ خبره ده؛ په دې برخه کښي د ټولو استادانو هڅي د ستایلو دي او د دوی د هلو ځلو پوره قدرداني کوم. وروسته ښاغلي طیبي فارغانو وویل: نور ستاسي د محصلۍ دوره پای ته رسېدلې ده، ټولني ته د خدمت په موخه معرفي سول، ډېره هڅه به کوی، چي د دې ځورېدلي ټولني او خوار اولس خدمت د روغتیا په برخه کښي په ريشتني ډول وکړی؛ خپله پوهه به له خلګو سره شریکوی او صورت، سیرت او چلند به مو پر نبي سنتو برابر يي او له تکبر څخه به ځان لیري ساتئ.
وروسته د غونډي په جریان کښي د کندهار د مهمند نړۍوال روغتون مشر محترم حاجي محمد صدیق مهمند، د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور ضباءالرحمن مشک عالمزي او د فارغو سوو ډاکټرانو د والدینو استازو ويناوي وکړې؛ د والدینو په استازیتوب استاد محمود پسرلي خبري وکړې؛ هغه لومړی خوښي وښووله، چي د کندهار پوهنتون له طب پوهنځي څخه د ده د زوی په شمول ۶۰ ډاکټران فارغیږي او عملاً په ټولنه کي خدمت پېلوي. ښاغلي پسرلي د کندهار پوهنتون، د طب پوهنځي او د طب پوهنځي له مسئولانو او اُستادانو څخه مننه وکړه، چي فارغو سوو ډاکټرانو ته ئې پوره شپږ کلونه په ښه او مسلکي ډول روزنه ورکړې.
د غونډي په وروستیو کښي د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین، الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب صاحب ټولو فارغانو ته مبارکي وویله؛ ور پسې ئې د علم پر ارزښت هر اړخیزه وینا وکړه او له ټولو فارغانو څخه ئې وغوښتل، چي خپلي زده کړي پر همدې ځاى بس نه کړي؛ بلکي د تخصص تر کچي پوري زده کړي ورسوي؛ د لوړو زده کړو وزارت رهبري ستاسي له پاره د تخصص د لا نورو برنامو د ايجادولو پوره هڅي کوي؛ تر څو تاسي په خپل کور کښي دننه زده کړي وکړی.
ښاغلي حسیب وویل: چي هر علم باید د الله جل جلا له د رضا له پاره تر لاسه کړو او د خپل دغه علم په مرسته، د ټولني خدمت وکړو؛ تر څو الله جلجلاله او رسولالله ﷺ راڅخه راضي سي او هم په دؤنیا (دنيا) او آخرت کښي، سرلوړي اوسو.
په وروستیو کښي نورو استادانو او د فارغو سوو ډاکټرانو په استازیتوب هم دوو ډاکټرانو خبري وکړې او ژمنه ئې وکړه، چي د اولس له پاره به په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره د روغتیا په برخه کښي خدمت کوي؛ تر ویناؤ وروسته، ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې؛ او مراسم د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدل.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۱/۱