د رهبري شورا نوبتي ناسته وسوه

kdru_admin
Mon, Jul 14 2025 8:50 AM

 

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کي، د کندهار پوهنتون د رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د رهبري شورا ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول ښاغلي غړي، د پوهنځيو محترم رئېسان، د آمریتو آمران او اړوند اداري کارمندان حاضر ول.

یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په سر کي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل: د کندهار پوهنتون د پرمختګ لامل، ستاسي د پوهنځیو رئېسانو او د استادانو هلي ځلي دي، چي کندهار پوهنتون ته ئې علمي پرمختګ ورکړی. همداراز شېخ صاحب د محصلانو د تېرو نهایي آزموینو او د فارغانو د فراغت غونډو د ښه ترسره کېدو له امله د ټولو مسئولانو او استادانو هڅي وستایلې او د خپلو خبرو پر مهال ئې د ګډ کار پر ارزښت او د امرانو پر اطاعت او همږغۍ هر اړخیزي خبري او سپارښتني وکړې.

ورپسې د علمي چارو معاونیت، د څېړنو او مجلو معاونیت، د مالي او اداري چارو معاونيت او د محصلانو چارو معاونیت مسئولانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کي ئې خپلي لاسته راوړني بیان کړې.

همداراز په ناسته کي، د ماسټرۍ برنامو پر ایجاد، د اداري او کادري اداري بستو د کاري لايحو د کتني کمېټې پر ټاکلو، کندهار پوهنتون ته د اکاډیمیکو چارو د څارني او ارزوني ریاست د راغلي هیئت د لیسانس او فوق لیسانس برنامو د ارزوني فيډبک پر شریکولو، د HEMIS سیسټم ته د نؤمرو پر رسولو، د علمي څېړنو پر پرمختګ او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو بحث او خبري وسوې، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۷
د عامه پوهاوي، نشراتو او اړیکو آمریت