د کانکور سیسټم د پوهاوي په موخه د ښوونځیو آمرانو او مدیرانو ته سیمینار دائر سو

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي د پوهنتون د عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو آمریت د پلان له مخه، د کندهار ښار او اولسوالیو د ټولو امارتي او شخصي لیسو آمرانو او تدریسي مدیرانو ته د کانکور سیستم د پوهاوي په موخه ېو ورځنی سیمینار جوړ سو، چي پر مهال ئې سلونه (لسګونه) آمران او تدریسي مدیران حاضر ول.
سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو؛ په سر کي د کندهار پوهنتون محترم رئېس، الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه؛ وروسته ئې د خپلو خبرو په پېل کي د علم او لوړو زدهکړو پر ارزښت تفصیلي خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي د کندهار پوهنتون زیاتره محصلان د همدې لیسو فارغان دي؛ نو دا مهمه ده، چي زموږ او ستاسي ترمنځ همغږي موجوده يي او زدهکوونکي باید د کانکور آزمویني په پروسه ښه پوه يي؛ ترڅو مخکي له مخکي آمادګي ولري او د خپلي خوښي پوهنځي ته بریالي سي. هغه زیاته کړه؛ د همدې هدف له پاره یاد سیمینار تنظیم سوی؛ تر څو ښوونیز مسئولان د کانکور سیسټم په اړه لازم معلومات ترلاسه کړي او وروسته ئې خپلو زدهکوونکو ته ورسوي. همداراز شېخ صاحب د خپله اړخه د هر راز همکاریو ډاډ هم ورکړ.
ورپسې، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر، پوهنمل عطاءالله محمدي، په ېو پریزینټېشن کي د پوهنتون او د کندهار پوهنتون د تاریخچې، علمي پرمختګو، پوهنځیو، د شمولیت پروسې او د محصلانو د ظرفیت لوړولو په برخه کي د پوهنتون د هڅو په اړه مفصل او تحلیلي معلومات وړاندي کړل
وروسته د ښووني او روزني پوهنځي استاد نوماند پوهنیار احمد سعادت، د کانکور آزمویني د جوړښت، شرایطو، ارزوني سیسټم، د انتخاب پروسې، د پوهنځیو انتخاب پر اصولو، د آزمویني د نؤمرو پر ارزښت، د کانکور د بایوميټريک د پروسې او سیسټم او د بریالیتوب له پاره پر اړینو لارښوونو تفصیلي او معلومات وړاندي کړل. هغه ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چي باید د خپلو لیسو زدهکوونکو په دې پوه کړي؛ تر څو هغوی د کانکور له روان سیسټم سره سمه امادګي ولري او د خپلې خوښي پوهنځي ته بریالي سي.
د یادولو وړ ده، چي د عامه پوهاوي په موخه به، په راتلونکي کي هم کندهار پوهنتون، ورته علمي سیمینارونه د کندهار ښار په بېلابېلو لیسو او ښوونځیو کي دائر کړي او دا لړۍ به جريان ولري.
وروسته سیمینار د دؤعا په کولو سره پاى ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۶