د افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون په ملي درې ورځني کنفرانس کښي د کندهار پوهنتون څېړنيزه مقاله وړاندي سوه

kdru_admin
Sun, Nov 24 2024 3:08 PM
image

د افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون (په اکاډیمیکو بنسټونو کښي، د څېړني پیاوړتیا) اړوند ملي کنفرانس کښي د کندهار پوهنتون څېړنيزه مقاله وړاندي سوه.

د کندهار پوهنتون د علمي او اداري کهول درو غړو: د څېړنيز مرکز آمر پوهنمل فضل الرحمن سهېل، د مسلکي پرمختيايي مرکز آمر پوهنمل عطاء الله محمدي او د طبیعي علومو کارپوه وېس محمد لعلي، د افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون (په اکاډیمیکو بنسټونو کښي، د څېړني پیاوړتیا) په درې ورځني ملي کنفرانس کښي (د کندهار پوهنتون په داخلي ژورنالو کښي، په ملي ژبو د خپرو سوو څېړنو ارزونه؛ ستونزي او د پياړوتیا لاري چاري) په نامه خپله څېړنیزه مقاله وړاندي کړه.

ياد ملي کنفرانس د ١٤٠٣ل. کال د ٠٨ مياشتي پر ۲۹ نېټه پېل سوى وو او د نهمي میاشتي پر دوهمه نېټه پاى ته ورسېد.

نېته: ۱۴۰۳/۹/۴