د فلسطين او اسرائیلو پر روان کړکېچ، تاريخي مخيني او مقدساتو باندي تمثيلي ګردی مېز جوړ سو

kdru_admin
Tue, Nov 28 2023 12:30 PM
/

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو څانګي محصلانو د مسلکي پرمختيايي مرکز په همکاري، د فلسطين او اسرائیلو پر روان کړکېچ، تاريخي مخيني او مقدساتو باندي تمثيلي ګيردی مېز جوړ کړ، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رهبرۍ، استادان او لسونه محصلان حاضر ول.

 

په یاد ګيردي مېز کښي، ېو محصل د خپروني د مخ ته وړونکي او نورو پنځو محصلانو د افغان سیاسي چارو د کارپوهانو رول ادا کړ، چي د فلسطين او اسرائیلو پر روان کړکېچ، تاريخي مخيني او مقدساتو باندي ئې هر اړخیز بحث او خبري وکړې.

 

په دې تمثیلي پروګرام کښي، افغان سیاسي چارو کارپوهانو د نورو مهمو موضوعاتو تر څنګ، د اسرائيلو د صهیونیزم ایډیالوژي تشریح کړه او اسرائيلي غاصب دولت څه ډول د فلسطین په خاوره کي رامنځ ته سو، په فلسطین کښي کوم مقدسات سته، همداراز ئې د فلسطین او اسرائیلو پر روان کړکېچ او حل لارو ئې هر اړخیز بحث او خبري وکړې.

 

د یادي تمثیلي خپروني وروسته، د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د یاد تمثیلي ګيردي مېز پر جوړېدو خوښي وښووله، هغه د حقوقو او سیاسي علومو  پوهنځي د رئېس پوهنیار محمدصادق حریفال او ددې پوهنځي د استادانو څخه ځانکړې مننه وکړه، چي د محصلانو د معلوماتو د لا بډایني او فکري روزني له پاره داسي علمي پروګرامونه جوړوي، او محصلانو ته ئې د خپله اړخه د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ.

 

وروسته مراسم د دؤعا په ویلو سره پاى ته ورسېدل.

سې شنبه:۱۴۴۵/۵/۱۵

د عامه پوهاوي او اړیکو امریت