په منځني ختیځ کښي، د اسلامي وحدت د له منځه وړلو په موخه یهودو؛ اسرائیلي دولت رامنځ ته کړ

kdru_admin
Tue, Nov 28 2023 12:26 PM
/

یاده څرګندونه، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنیار فرید احمد امرخېل؛ د یکشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، په فلسطيني خاوره کي د اسرائیلي دولت د رامنځ ته کېدو او وروستي وضعيت په نوم جوړ سوي، علمي سیمینار کي وکړه، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رهبري، استادان او لسونه محصلان حاضر ول.

 

په همدې موخه جوړ سوي مراسم، چي د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت کولو سره پېل سول؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئېس پوهنيار محمد صادق حریفال د نظري زده کړو تر څنګ، عملي زده کړي ډېري مهمي وبللې او په خپلو خبرو کښي ئې محصلانو ته په اشاره وویل: موږ باید د ټولني مطابق محصلان وروزو، پر همدې موخه مو د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو څانګو محصلانو له پاره سیاسي کلب او د حقوقو څانګي محصلانو ته حقوقي کلینیک جوړ کړ؛ تر څو خپلي عملي زده کړي په کښي ترسره کړي.

 

ورپسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنیار فرید احمد امرخېل په فلسطيني خاوره کي د اسرائیلي دولت د رامنځ ته کېدو او وروستي وضعيت اړوند جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن وړاندي کړ، چي پکښي، په فلسطین کي د اسرائیلي دولت د رامنځته کېدو نظریه، د فلسطین او اسرائیلو تر منځ جنګونه، د اسرائیلو او فلسطین روان وضیعت او دغه راز ئې نور اړوند مهم ګڼ موضوعات وړاندي کړل.

 

استاد پوهنیار فرید احمد امرخېل د اسرائیلو او فلسطین د روان وضیعت په اړه وویل: د غزې په سیمه کښي د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ جنګ، په تېر ۷۰ کلن تاریخ کي تر ټولو ډېر تلفات لري، چي په خبره ئې اشغالګرو اسرائیلیانو په تېره ېوه نيمه میاشته کښي، په زرونو ماینونه وغورځول او زرونه فلسطینیان ئې شهیدان کړل، او دغه راز عرب هیوادونه هم د ایران سره د حماس د اړیکو له امله د حماس د له منځه وړلو طرفداره دي؛ خو حماس سره اسلامي او جهادي روحیه او د اولس کلک ملاتړ ورسره دئ.

 

د غونډي په ورستیو کي د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د یاد سیمینار پر جوړېدو خوښي وښووله، له استادانو څخه ئې ځانکړې مننه وکړه، چي د محصلانو د معلوماتو د لا بډایني او فکري روزني له پاره داسي علمي سیمینارونه جوړوي، او محصلانو ته ئې له خپله اړخه د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

وروسته مراسم د دؤعا په ویلو سره پاى ته ورسېدل.