د محصل د هري ستونزي حل مو لومړيتوب دئ
یاده څرګندونه د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د دوشنبې په ورځ سهار، د غونډو په عمومي تالار کښي، د انګرېزي ژبي د زده کړي د کورس په افتتاحیه غونډه کښي وکړه.
په همدې موخه جوړه سوې پرانېست غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت ویلو پېله سوه، په سر کي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د انګرېزي، عربي او نورو ژبو د اړتیا، ارزښت او اهمیت په اړه وینا وکړه، چي په خبره ئې د انګرېزي او عربي ژبو په مټ، نړۍوالو سکالرشپونو، فلوشېپونو انټرنشېپونو، کنفرانسونو او کورسونو ته د لاسرسي لاري چاري راته آسانه کيږي.
ښاغلي عاصم له محصلانو وغوښتل، چي د پوهنتون د ټولو سته امکاناتو څخه سالمه ګټه واخلي؛ که په پوهنتون کښي د هري ستونزي سره مخامخ کېږي، د پوهنتون د رهبرۍ سره ئې شریکوئ؛ ستاسي د ستونزو حل زموږ له لومړیتوبو څخه دئ.
د غونډي په ورستیو کښي د محصلانو د خدماتو د انسجام آمر م. محمد معصوم د انګرېزي ژبي د زده کړي د کورس په اړه معلومات شریک کړل، چي په خبره ئې په یاد کورس کښي څه کم (۳۷۰) محصلانو نوم لیکنه کړې، چي درې وخته به ئې صنفونه فعاله يي، او دا کورس به شپږ میاشتي یي، چي د انګرېزي ژبي تکړه استاد محیب الله حبیب ئې تدریسه يي.
وروسته غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.