د ابراهيم النخعي (رحمه الله) د جامعې استادانو ته د (د تېزس "رساله" لیکنه) ورکشاپ دائر کړل سو

kdru_admin
Sat, Aug 12 2023 5:07 PM
/

د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز، د ابراهیم النخعي (رحمه الله) د تخصصاتو جامعې استادانو ته؛ د د تېزس "رساله" لیکنه په اړه روزنيز ورکشاپ جوړ کړ؛

ياد ورکشاپ د قران کريم د څو مبارکو آياتو تر تلاوت کولو وروسته؛ د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي وړاندي کړ؛ ښاغلي محمدي پر تېزس پېژندني، د هغه پر اهمیت او اړتیا، د تېزس شکلي جوړښت، د هغه پر لیکني جوړښت، پر ادبي اړخ او نورو اړوندو سرليکو بحث وکړ؛

د ورکشاپ په پاى کښي د موضوع اړوندو ټولو پوښتنو ته جوابونه وويل او ورکشاپ د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.