د ابراهيم النخعي (رحمه الله) د جامعې استادانو ته د (ورځنى تدریسي پلان) ورکشاپ دائر کړل سو

kdru_admin
Mon, Aug 07 2023 2:15 PM
/

د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز، د ابراهیم النخعي (رحمه الله) د تخصصاتو جامعې استادانو ته؛ د ورځني تدريسي پلان په اړه روزنيز ورکشاپ جوړ کړ؛

ياد ورکشاپ د قران کريم د څو مبارکو آياتو تر تلاوت کولو وروسته؛ د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي وړاندي کړ؛ هغه په اول سر کښي د دې ډول سيمينارو پر ارزښت خبري وکړې او دا سيمينارونه ئې د نوو مقررو سوو استادانو له پاره ډېر مهم وبلل.

ورپسې د ورکشاپ اصلي پرخه پېله سوه او ښاغلي محمدي پر پلان او په ځانګړي ډول تدريسي پلان باندي بحث وکړ؛ د پلان ډولونه ئې ګډونوالو ته توضيح کړل؛ ورپسې ئې د ورځني پلان نوى فارمټ تشريح کړ او وروسته ئې ويل سوي ټول سرليکونه له ګډونوالو سره په عملي ډول ترسره کړل؛

د ورکشاپ په پاى کښي د موضوع اړوندو ټولو پوښتنو ته جوابونه وويل او ورکشاپ د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.