کندهار پوهنتون د مونوګراف لیکني شل ورځنی ورکشاپ پېل کړ

کندهار پوهنتون د (۱۴۰۲ هـ ش.) کال د جوزا میاشتي پر (۲۰مه) د خپلو علمي روزنیزو ورکشاپونو په لړ کښي د (مونوګراف لیکنه) په نامه شل ورځنی ورکشاپ پېل کړ.
یاد روزنیز ورکشاپ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز په نوښت، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي له لوري د همدې مرکز د غونډو په تالار کي د دې پوهنتون د څلورمو ټولګیو د محصلانو ترڅنګ د کښته ټولګیو محصلانو ته د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو تر تلاوت کولو وروسته پېل کړ.
په یاد شل ورځني سمینار کي به محصلان وکولای سي، چي د مونوګراف لیکني په هکله هر اړخیزه معلومات ترلاسه کړي او د مونوګراف اړوند به د محصلانو هر اړخیزه پوښتنو ته جوابونه وویل سي.
د یادوني وړ ده چي یاد ورکشاپ به په اونۍ کي دوې ورځي هره شنبه ماپښین ۳:۰۰ بجې او هره پنجشنبه ماپښين ۱:۰۰ بجه دائریږي