د طب پوهنځي د فوټسال ټورنمينټ پايلوبه وسوه

kdru_admin
Tue, Jun 06 2023 9:51 AM
/

د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د جوزا پر (۱۰مه) د طب پوهنځي د فوټسال ټورنمينټ پايلوبه د (NFC) د لوبو په ميدان کښي ترسره سوه، په پايلوبه کښي د طب پوهنځي مرستيال پوهنمل ډاکټر محمد هارون ستانکزي، د طب پوهنځي استادانو او محصلانو ګډون کړی وو.

د طب پوهنځي مرستيال پوهنمل ډاکټر ستانکزي محصلانو ته د ورزشي او تفريحي پروګرامونو د جوړولو پراهميت وينا وکړه او هغه ئې د روغ صحت له پاره ارزښتمند وبلل.

د يادوني وړ ده، چي پايلوبه د دې پوهنځي د څلورم تولګي په قهرماني سره پای ته ورسېده او په دي موخه جوړ سوی تشويقي پروګرام  د ستاينليکونو او سوغاتونو په ورکړه سره پای ته ورسېد.