د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلانو علمي سیر وکړ

kdru_admin
Sat, May 20 2023 11:58 AM
/

کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د محصلانو په غوښتنه؛ د ولایتي ادارې او لوړو زده کړو وزارت مشرتابه په مالي مرسته او هڅونه د څلورمو صنفونو محصلانو له پاره د هغوی د عمومي پوهي د لوړولو، د افغاني - اسلامي، ملي او علمي شخصیتونو سره د بلدتیا، د وطن او هیواد په کچه د مبارزې او علم د میدان ستورو او مقتدایانو څخه د انګېزې او حماسو د اخیستلو او د ګران هیواد له طبیعي او خوندورو مناظرو څخه د لیدو په هدف یو علمي سیر ترتیب او ترسره کړ.

 دغه علمي سیر د کندهار ولایت ژړۍ اولسوالي د سنګیسار په سیمه کي د مرحوم عالي قدر امیر -- المؤمن -- ین -- م-- لا -- محمد - عمر -- مجا-- هد، له مدرسې او مسجد څخه پېل، د کندهار په میوند اولسوالي کي د میوند شهید- انو، د ملالۍ میوندۍ مزار او د هلمند بست سیمه کي د لوی محدث ابن حبان بستي رحمه الله مزار ته په ورتللو سره بشپړ سو.

Latest news

Wed, Feb 07 2024 10:49 AM
Background image

د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پسرلني سمیسټر کانکور آزموینه واخیستله سوه

په کندهار کښي، د ملالۍ، میرویس نیکه، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو د (۱۴۰۳.ل) کال د پسرلني سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار. . .

Sun, Jan 07 2024 10:26 AM
Background image

د کمپیوټر زده کړي، له کورس څخه ۱۳۰ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول

د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کمپیوټر مدیرت او آفیس زده کړي له پروکرامو څخه ۱۳۰ محصلان له دوه میاشتني زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه د محصلانو. . .

Sat, Jan 06 2024 12:01 PM
Background image

د طب پوهنځي له محصلانو سره مشورتي غونډه وسوه

د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم په مشرۍ؛ د طب پوهنځي د رهبرۍ غړو، استادانو او شپږم صنف ېوولسم سیمیسټر محصلانو سره د طب پوهنځي، د پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق د غونډو. . .

BACK TO NEWS