د کندهار پوهنتون رئېس د ښووني او روزني پوهنځي د مسولانو او استادانو سره غونډه وکړه

kdru_admin
Tue, Apr 11 2023 11:20 AM
/

د (۱۴۴۴ هـ.ق) کال د رمضان د مياشتي پر ( ۱۹ مه) نېټه د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم  د ښووني او رزوني پوهنځي د مسئولانو ، استادانو او اداري کارمندانو سره د همدې پوهنځي د چارو د لا سمون په موخه د استاد عبدالرحمن بابي د غونډو په تالار کي غونډه وکړه.

غونډه د قران کريم په مبارکو آياتونو پېل سوه.

په ياده غونډه کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د استادانو چارو آمر پوهنمل محمد طاهر هاند، د ښووني او روزني پوهنځي رئېس، مرستیال، استادانو او اداري کارمندانو ګډون درلود.

په پېل کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه  عاصم د ياد پوهنځي د استادانو څخه مننه وکړه، چي د خپلو چارو په اجراء کي ئې نه ستړي کيدونکي هڅي کړي، ښاغلي عاصم د ګډ کار او همکارۍ پر اهميت وږغېدئ او د ياد پوهنځي د استادانو او اداري کارمندانو سره ئې د چارو د لا ښه سمون په موخه خپلي مشورې شريکي کړې؛

ښاغلي عاصم وويل: که غواړو پرمختګ وکړو؛ بايد د شريعت مکمله تابعداري وکړو؛ او د ټولني د خدمت په موخه د محصلانو په روزنه کي زياتي هڅي او کوښښونه وکړو.

د ياد پوهنځي رئېس او استادانو هم له رهبرۍ څخه مننه وکړه او دا غونډه ئې د ياد پوهنځي د فعاليتونو د لا ښه سمون په موخه مهمه وبلله.

غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېدله.