په کندهار کي د لوړو زده کړو د وزير شيخ مولوي عبدالباقي حقاني په ملاتړ غونډه دايره سوه

kdru_admin
Mon, Aug 08 2022 11:06 AM
/

د ۱۴۰۱ل.کال د زمري د مياشتي پر (۹مه) نېټه د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي  د لوړو زده کړو د محترم وزير شيخ مولوي عبدالباقي حقاني  په ملاتړ يوه لويه او پرتمينه غونډه دايره سوه.په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون رئېس پوهنوال محمد زکريا اميرزاده، د عالي تحصيلاتو کمېسیون د مرکزي حلقې مسئول او د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال انجینېر محمد ناصر نېکزاد، د پوهنځيو رئېسانو، استادانو، اداري کارمندانو، د خصوصي پوهنتونونو استازو، ټولنيزو فعالانو، ملي او قومي مشرانو ګډون کړی وو.د غونډي په پېل کي د کندهار پوهنتون رئېس پوهنوال محمد زکريا اميرزاده د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او زياته ئې کړه، چي د تاريخ په اوږدو کي کفارو تل د مسلمانانو سره داسي او دې ته ورته نور ناوړه چلند او کړني تر سره کړي او اوس ئې هم تر سره کوي، نو مسلمانانو پخوا هم او اوس هم د دوی د داسي کړونو په وړاندي مبارزه کوي او اجازه نه ورکوي، چي په دې کړنو سره مسلمانان کمزروي کړي.د افغانستان د لوړو زده کړو پر وزير شيخ مولوي عبدالباقي حقاني د بنديز لګولو پر ځای نړۍواله ټولنه بايد له امريکايانو او ملګرو څخه ئې د هغو ظلمو پوښتنه وکړي، چي په تيرو شلو کلنو کي د دوی په مرسته ئې کړي دي، او د امريکا له عام اولس څخه دا هيله لرم، چي د خپلو سياستوالو څخه پر افغانانو د شل کالو ظلم کولو لاسته راوړنو په اړه معلومات وغواړي.هغه وويل پر شيخ صاحب بنديز لګول هيڅ معقوليت نه لري او  کندهار پوهنتون له نړۍوالي ټولني څخه غواړي، چي د افغانانو له دښمنۍ څخه لاس واخلي او پر شيخ صاحب لګول سوي بنديزونه ليري کړي.د کندهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځی استاد پوهنيار عبدالواسع حسين وويل، چي په تحصيلي نظام کي د افغانانو شاته پاته کېدلو يو لامل به د نړۍوالي ټولني دا بې ځايه بنديزونه وي، چي د لوړو زده کړو پر وزير لګول سوي دي.د ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی رئېس ډاکټر احمد شاه عمر په خپلو خبرو کي وويل، د لوړو زده کړو پر وزير د نړۍوالي ټولني دا ډول بې ځايه بنديزونه د تحصيلاتو په برخه کي د خصوصي مؤسساتو فعاليتونو د ځنډ او خنډ سره مخ کوي، بشري حقوق پای ماله کوي، پر وزارت مستقيم او پر خصوصي سکټور غيري مستقم بد تاثيرات کوي.د کندهار پوهنتون د بشري سرچينو آمر عطاء محمد پوپل هم د غونډي اړوند خبري وکړې او زياته ئې کړه، چي شيخ صاحب د افغانستان د تحصيلي نظام له پاره ډېر کار کړی دئ، چي ښه نمونه ئې څو – څو واري له پوهنتونونو څخه له نژدې ليدنه کول دي او په ټولو پوهنتونونو کي ئې د ښځينه محصلانو ته د تحصيل کولو تر څنګ ښځينه استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو ته د کار کولو زمينه هم برابره کړې ده.د کندهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځی رئېس پوهنيار نور احمد مزمل وويل، چي د لوړو زده کړو پر وزير د نړۍوالي ټولني دا ډول بې ځايه بنديزونه د پوهنتونونو استادان، محصلان، اداري او خدماتي کارمندان سخت مايوسه کړي دي.ظاهراً د نړۍ دا ډول بنديزونه دا انګېزه لري، چي نجونو ته د زده کړي حقوق نه ورکول کيږي، خو په هيواد کي د شيخ صاحب له خوا د پوهنتونونو پرانستل د ښځو او نجونو څخه د تحصيل حق نه دئ اخيستئ او په دې سره ئې د نړۍوالي ټولني ادعا درواغجنه ثابته کړې ده او بل نړۍوال په دې ډول بنديزونو سره غواړي، چي د نظام او لوستو ځوانانو په منځ کي فاصله ايجاد کړي او په دې سره نظام په کمزوری کړي.ښاغلي مزمل وويل، پر وزير صاحب ږغ کوو، چي مايوسه نه سي، ځکه د ټول افغانستان د پوهنتونونو استادان، اداري او خدماتي کارمندان مو تر شا ولاړ دي.استاد نوراحمد قرانمل وويل د ملګرو ملتونو سازمان د ملتونو د ستونزو او مشکلاتو د حل او حل لارو د پيدا کولو په موخه جوړ سوی دئ، خو دا سازمان د افغانانو په وړاندي تل بې تفاوته پاته سوی دئ او پر افغانانو باندي تل داسي بې ځايه بنديزونه لګوي.ښاغلي قرانمل وويل موږ د لوړو زده کړو پر وزير د دا ډول بې ځايه بنديزونه ليري کول غواړو.د عالي تحصيلاتو کمېسیون د مرکزي حلقې مسئول او د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال انجینېر محمد ناصر نېکزاد وويل، چي دا د ملګرو ملتونو لومړۍ پرېکړه نه ده، چي د افغانانو د تباهۍ له پاره ئې کوي؛ بلکي د تېرو شلو کلنو راهيسي څو – څو ځلي ملګرو ملتونو، امريکا او نورو ملګرو ئې پر افغانانو د ظلم کولو له پاره داسي ظالمانه او بې ځايه پريکړي کړي دي او عام افغانان ئې تباه او برباد کړي دي.شيخ صاحب له انقلاب څخه ۱۵ ورځي وروسته ټول خصوصي پوهنتون او له هغه څخه څه موده وروسته ئې په هيواد کي ټول دولتي پوهنتونونه پېل کړه، چي ښځو ته ئې هم د تحصيل کولو اجازه ورکړې ده او مخنيوی ئې نه دئ کړی، چي دا د شيخ صاحب د مديريت او رهبرۍ يوه تر ټولو ښه او لويه لاسته راوړنه ده.د غونډي ګډونوالو د اکاډيميکو، ملي، تاریخي او نړۍوالو منل سوو حقوقي ارزښتونو په رؤڼا کي د لوړو زده کړو پر وزیر د ملګرو ملتونو له لوري پر لګولو سوو بندیزونو هر اړخیزي خبري وکړې او ټولو ویناوالو په ډاګه کړه، چي د افغانستان د لوړو زده کړو بهیر په اوسني شرایطو کي پراخ ملاتړ ته اړتیا لري او داسي بندیزونه ئې د پرمختګ مخه نیسي. د یادوو سوو حقایقو او په دې اړه د نړۍوالو حقوقي موازینو او ارزښتونو په رؤڼا کي د کندهار پوهنتون له لوري په نننۍ غونډه کي د اقغان اولس په استازیتوب له ملګرو ملتونو څخه د لوړو زده کړو پر محترم وزیر شېخ عبدالباقي حقاني باندي د لاندي دلایلو پر اساس بندیزونه لیري کېدل غواړي:

1.       د شيخ عبدالباقي حقاني صاحب په هڅو تر تحول وروسته په څو اوونيو کي د هیواد ټول دولتي او شخصي پوهنتونونه په ډېر ستونزمن وضعیت کي د لوړو زده کړو بهیر د هلکانو او په ځانګړي ډول د ښځو له پاره روان ساتلی دئ؛ په داسي حال کي چي ښوونځي لا په بشپړه توګه نه ول پرانیستل سوي؛

2.       د کاري فرصتونو د ایجاد په موخه ئې ګڼ شمېر کادري او اداري  بستونه اعلان کړي دي؛

3.       په ځانګړو هڅو ئې د لوړو زده کړو کلنۍ بودجه تر نورو وزارتونو اضافه ځانګړې کړې ده؛

4.       د دولتي او شخصي پوهنتونو ستونزو ته ئې پر وخت رسيده ګي کړې ده؛

5.       د لوړو زده کړو وزارت موجوده قانون او لوايحو ته ژمن پاته سوی دئ؛

6.       د ښځينه استادانو له پاره ئې ځانګړي بستونه اعلان کړي دي؛

7.       د علمي ظرفیت په ارتقاء کي ئې د دباندنیو اړیکو ډګر فعاله ساتلی دئ؛

8.       د هر ډول قومي او ژبنیو مسائلو څخه لیري پاته سوی دئ؛

9.       له افغانستان څځه د تللو کادري استادانو بيرته هيواد ته تشويقول؛

دا پرېکړه لیک په ملي او نړۍوالو ژبو ترتیب سو او د ملګرو ملتونو ټولني سرمنشي، امنیت شورا، د اروپا پارلمان، د اسلامي هيوادو نړۍوال کنفرانس ټولني، شانګهای تړون ټولني، د سترو هيوادو مشرانو ته به واستول سي.

 

/////

/

/

 

Latest news

Wed, Feb 07 2024 10:49 AM
Background image

د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پسرلني سمیسټر کانکور آزموینه واخیستله سوه

په کندهار کښي، د ملالۍ، میرویس نیکه، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو د (۱۴۰۳.ل) کال د پسرلني سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار. . .

Sun, Jan 07 2024 10:26 AM
Background image

د کمپیوټر زده کړي، له کورس څخه ۱۳۰ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول

د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کمپیوټر مدیرت او آفیس زده کړي له پروکرامو څخه ۱۳۰ محصلان له دوه میاشتني زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه د محصلانو. . .

Sat, Jan 06 2024 12:01 PM
Background image

د طب پوهنځي له محصلانو سره مشورتي غونډه وسوه

د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم په مشرۍ؛ د طب پوهنځي د رهبرۍ غړو، استادانو او شپږم صنف ېوولسم سیمیسټر محصلانو سره د طب پوهنځي، د پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق د غونډو. . .

BACK TO NEWS