د څېړنیزي تګلاري درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د څېړنیزي تګلاري درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت اړوند څېړنیز مرکز، د بېلابېلو پوهنځیو ۴۰ استادانو ته، د څېړنیزي تګلاري په نوم درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورساوه.
په دې ورکشاپ کښي روزونکو: د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور رحمتالله اعظمي، د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل عزیزالرحمن عزیز، د ښووني او روزني پوهنځي استاد پوهنمل عنايت الله ډاډمن او د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنيار محمد یوسف اڅک د څېړني د پېژندني، د څېړني د بهیر او موضوع ټاکني، د څېړني د ستونزي او د هغې (ستونزي) د بیان، د څېړنیزو پوښتنو، موخو او فرضیو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل؛ د دې تر څنګ د څېړنيزو طرحو، د څېړني د چاپېريال او د ګډون د شرایطو، د نمونې ټاکني او د هغې (نمونې) د شمېر پېژندني، متغیرونو او د معلوماتو راټولولو د وسایلو په اړه موضوعات تشریح سول.
همدارنګه د څېړنیزو اخلاقو، د معلوماتو د اساسي مدیریت او تشریحي تحلیل او د څېړنیز پروپوزل د جوړښت په اړه هم ګډونوالو ته معلومات وړاندي سول او په اړوندو برخو کښي عملي کارونه وسول.
د ورکشاپ په وروستيو کښي ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼي او روزونکو ته مننلیکونه ورکړل سول او ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۸/۴/۲۴
د نشراتو او عامه اړيکو آمريت