د کندهار پوهنتون رهبرۍ د لوړو زده کړو له قدرمن وزیر صاحب سره ناسته وکړه

kdru_admin
Mon, Jul 20 2026 12:27 PM
د کندهار پوهنتون رهبرۍ د لوړو زده کړو له قدرمن وزیر صاحب سره ناسته وکړه

 

د کندهار پوهنتون رهبرۍ او د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو د خپل علمي سېر په لړ کښي د لوړو زده کړو له قدرمن وزیر، شیخ الحدیث والتفسیر مولوي نداءمحمد ندیم صاحب سره ولیدل.

د لیدني په پیل کښي د کندهار پوهنتون رهبرۍ د خپل علمي سېر د موخو، د بېلابېلو پوهنتونو څخه د سوو لیدنو او لاسته راوړنو راپور وړاندي کړ؛ وروسته ئې د پوهنتونو د علمي او څېړنیزو فعالیتو د لا پیاوړتیا، د کندهار پوهنتون په انګړ کښي د جامع مسجد د جوړېدو او ځیني نورو علمي او اداري اړتیاوو په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتني شریکي کړې.

وروسته قدرمن وزیر صاحب د کندهار پوهنتون د علمي سېر او سوو فعالیتو ستاینه وکړه او د پوهنتون د رهبرۍ هڅي ئې د علمي اړیکو د پراختیا او د لوړو زده کړو د ودي له پاره مهمي وبللې؛ هغه د وړاندي سوو غوښتنو د ارزوني ډاډ ورکړ او د لوړو زده کړو وزارت له لوري ئې د هر راز ممکنو همکاریو ژمنه هم وکړه.