نهایي آزمویني دي لا منظمي او د کارکوونکو ظرفيت دي نور هم لوړ کړل سي

kdru_admin
Mon, Jun 22 2026 8:44 AM
image

د کندهار پوهنتون د غبرګولي مياشتي علمي شورا: نهایي آزمویني دي لا منظمي او د کارکوونکو ظرفيت دي نور هم لوړ کړل سي

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئيس محترم الحاج شيخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د غبرګولي (جوزا) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول غړي د پوهنځيو رئيسان، د ځینو آمریتو آمران او ځيني اداري کارکوونکي حاضر ول.

یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو  پيل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ته ښه راغلاست ووايه؛ وروسته ئې د خپلو خبرو پر مهال وویل: د ټولو د خدماتو او همکاریو څخه مننه کوم، چي د پوهنتون په چارو کښي مو ښه اطاعت کړى دئ او خپل مسئولیت‌ مو سر ته رسولى دئ؛ الحمدلله د محصلانو نهایي آزمویني په ښه ډول رواني دي؛ بیا هم سپارښتنه کوم، چي د پخوا په څېر له هیڅ محصل سره د نومرو په برخه کښي غیر اصولي مرسته ونسي او نه هم د غیرحاضرو او محرومو محصلانو سره د اصولو خلاف کومک وسي.
هغه دغه راز ټینګار وکړ، چي د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي ته دي لا ډېره پام وسي او د هغوی له پاره دي بېلابېل سیمینارونه، ورکشاپونه او مسلکي روزنیز پروګرامونه دائر سي؛ تر څو په خپلو اړوندو برخو کښي لا مسلکي او د مسئوليتو د ښه ترسره کولو جوګه وګرځي.
ورپسې په ناسته کښي، علمي معاونيت، د څېړنو او مجلو معاونیت، مالي او اداري معاونيت او د محصلانو معاونیت مسئولانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کښي ئې خپل راتلونکي پلانونه شريک کړل.

د یادولو وړ ده، چي په یاده ناسته کښي د محصلانو د فراغت غونډي د تنظیم او نېټې او د فلیالو پوهنتونو سره د علمي او اکاډيمیکو همکاریو پر پراختیا خبري وسوې. همداراز د انجنيري پوهنځي اړوند د «اوبو د هر اړخیز مدیریت» د ماسټرۍ برنامې نوم تر بحث وروسته «د اوبو د سرچینو انجنيري او مدیریت» ته تغیر او تائید سو او دغه راز پر ځینو نورو مهمو متفرقه مسائلو هم بحث وسو، چيد نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړي وسوې.

د ناستي په پای کښي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول او د رايو په يووالي سره تائيد سول.

نېټه: ۱۴۴۸/۱/۵