د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي او د کندهار ولايت د دباندنیو چارو حوزوي ریاست ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي او د کندهار ولايت د دباندنیو چارو حوزوي ریاست ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو
د کندهار د دباندنیو چارو په حوزوي ریاست کښي، د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي او د کندهار د دباندنیو چارو حوزوي ریاست ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو، چي پر مهال ئې د یاد ریاست قدرمن رئیس شیخ مولوي فضل الحق شاکر صاحب، د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس محترم پوهنمل محمد صادق حریفال صاحب، استادانو او محصلانو حاضر ول.
د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس محترم پوهنمل محمد صادق حریفال صاحب د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت سره د مرکې پر مهال وویل: د سوي هوکړي له مخه به د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو څانګي محصلان د عملي زده کړو او انټرشیف له پاره، د کندهار د دباندنیو چارو حوزوي ریاست ته استول کیږي؛ تر څو د یاد ریاست له اداري او ډیپلوماټیکو چارو سره له نږدې بلد سي؛ دغه راز د کندهار د دباندنیو چارو ریاست د تشریفاتو او اړوندو برخو مسئولان به، په تشریفاتي برخو کښي محصلانو ته بېلابېل سیمینارونه او عملي معلومات وړاندي کوي او له هغوی سره به لازمي همکارۍ کوي؛ همدارنګه پوهنتون به هم له یاد ریاست سره علمي څېړني شريکوي او د ظرفیت لوړاوي په موخه ځانګړي علمي برنامې ور ته دائریږي.
د یادولو وړ ده، چي دا ډول هوکړه لیکونه د محصلانو د عملي زده کړو، علمي تجربو او مسلکي مهارتو د پیاوړتیا په برخه کښي مهمه ونډه لري.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲