د کندهار پوهنتون د ۱۴۰۵ل. کال د پسرلني فوټسال ټورنمينټ ښووني او روزني پوهنځي وګوټ

kdru_admin
Wed, May 13 2026 4:11 PM
image

د کندهار پوهنتون د ۱۴۰۵ل. کال د پسرلني فوټسال ټورنمينټ ښووني او روزني پوهنځي وګوټ

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند د ورزشي عمومي مدیریت په هڅو؛ په معراج ورزشي لوبغالي کښي د ۱۴۰۵ل. کال د “کندهار پوهنتون پسرلنی جام” په نوم د پسرلي فوټسال بازيو ټورنمينټ پای ته ورسېد، چي د ياد ټورنمينټ د وروستۍ بازۍ په مراسمو کښي د پوهنتون د رهبرۍ غړو، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارکوونکو او سلونو محصلانو ګډون کړی وو.

یاد ټورنمينټ د یوولسو پوهنځیو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د لېګ په سیستم پیل سوی وو، چي د ښووني او روزني پوهنځي د الف لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېد؛ د پای بازي د ښووني او روزني پوهنځي الف لوبډلي او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ترمنځ په ډېر تشویقي او په زړه‌ پوري ډول وسوه، چي په پایله کښي د ښووني او روزني پوهنځي لوبډلي څلور پر دوه وګټله او د ټورنمينټ اتلولي ئې په خپل نوم کړه.

د پای په مراسمو کښي د ورزشي عمومي مدیریت مدیر ښاغلي جمیل احمد همت ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنتون د رهبرۍ په استازیتوب ئې د معراج ورزشي لوبغالي له مسئول او اداري پرسونل څخه مننه وکړه، چي د یاد ټورنمينټ له پاره ئې لوبغالی په وړیا ډول پوهنتون ته سپارلی وو او د ټورنمينټ د منظم ترتیب او تنظیم په برخه کي ئې همکاري کړې وه؛ 

په یاد ټورنمنټ کي د ښووني او روزني پوهنځي لومړی مقام، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي دوهم مقام او د طب پوهنځي درېیم مقام ترلاسه کړ؛ همدارنګه د پوهنتون په سطحه غوره لوبغاړي هم وپېژندل سول، چي ښاغلی تاج محمد د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصل د غوره ګول‌ وهونکي، ښاغلی محمد قدیر د ښووني او روزني پوهنځي محصل د غوره دفاعي لوبغاړي او ښاغلی عزت‌الله د ښووني او روزني پوهنځي محصل د غوره ګول ‌ساتونکي په توګه وټاکل سول.

د پروګرام د پای په مراسمو کي د پوهنتون د رهبرۍ د معراج ورزشي لوبغالي مسئول، اداري مسئول او لوبڅارانو ته ایوارډونه، ستاینلیکونه او نغدي جایزې ورکړلې؛ وروسته د لومړي، دوهم او درېیم مقام ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپونه، ستاینلیکونه، ایوارډونه، جایزې، لباسونه، بوټونه او مډالونه ورکړل سول.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۵