ACCA

kdru_admin
Mon, May 11 2026 9:01 AM
image

د ACCA سیمینار وړاندي سو

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز او د اقتصاد پوهنځي د ګډ پلان پر اساس د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل شمس‌الله شمس صاحب د ACCA سیمینار وړاندي کړ، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي برحاله او فارغه محصلان او همدارنګه د میرویس نیکه خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ځيني استادان حاضر ول.

سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو، په سر کي د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر محترم پوهندوی عصمت‌الله عثماني صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل: دا زموږ مسئولیت دئ، چي د خپلو محصلانو ظرفیت لوړ کړو او د نړۍوالو علمي او مسلکي فُرصتونو په اړه معلومات ور ته وړاندي کړو؛ هغه زیاته کړه، چي یاد سیمینار د محصلانو د مسلکي ودي له پاره مهم او ګټور دئ.

وروسته د سیمینار روزونکي پوهنمل شمس‌الله شمس صاحب د ACCA په اړه تفصیلي معلومات وړاندي کړل او د دې برنامې د اهمیت، ارزښت او نړۍوال اعتبار په اړه ئې خبري وکړې؛ هغه د ACCA د زده‌ کړي اهمیت په نړۍواله کچه بیان کړ، چي په خبره ئې؛ دا پروګرام د محاسبې، مالي مدیریت او حسابدارۍ په برخه کي له مهمو مسلکي برنامو څخه شمېرل کيږي، چي د نړۍ په بېلابېلو هيوادو کي اړتیا ور ته موجوده ده؛ همداراز ئې د ACCA د زده ‌کړي موخي، د کاري فُرصتو، معاشاتو، د افغانانو له پاره د دې رشتې د ارزښت او د بریالیتوب لارو په اړه معلومات شریک کړل او وې ویل: محصلان باید هغه برخه انتخاب کړي، چي علاقه او وړتیا ئې ولري؛ ځکه کامیابي له علاقې او دوامداري هڅي سره تړلې ده.

دغه راز ښاغلي شمس ګډونوالو ته د ACCA د ثبت، شرایطو او د زده ‌کړي د پیل د طریقې په اړه لازم معلومات ورکړل؛ ورپسې ئې د ګډونوالو پوښتنو ته هر اړخيز جوابونه وویل او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۲