پر نفس د اعتماد او انګېزې سیمینار وړاندي سو
پر نفس د اعتماد او انګېزې سیمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند د رواني مشورې مرکز او د ښووني او روزني پوهنځي د ارواپوهني څانګي په ګډو هڅو؛ د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کي «پر نفس د اعتماد او انګېزې» سیمینار وړاندي سو، چي د بېلابېلو پوهنځیو محصلانو ګډون پکښي کړی وو.
سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو، وروسته د سیمینار روزونکو: پوهنوال دوکتور قدرتالله نظري صاحب او پوهنوال سید عباس هاشمي صاحب، د موضوع اړوند علمي او دیني معلومات او مثالونه وړاندي کړل او زیاته ئې کړه، چي انګېزه له نیت، هڅي او د ځان له بدلون سره ژوره اړیکه لري.
وروسته ئې د انګېزې تعریف، ډولونه ئې، انګېزه او زده کړه، پر نفس د اعتماد تعريف، پر نفس د اعتماد نخښي، د لوړ اعتماد نفس لاري او چاري او دغه راز ئې د ارواپوهني نور هر اړخيز معلومات هم وړاندي کړل.
د سیمینار په وروستیو کي د محصلانو پوښتنو ته جوابونه وویل سول او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۰
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت