د شيوخو کرامو د درسو په لړۍ کي و محصلانو ته اصلاحي بیان وسو

kdru_admin
Mon, Apr 06 2026 3:47 PM
image

د شيوخو کرامو د درسو په لړۍ کي و محصلانو ته اصلاحي بیان وسو

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي، دعوت او ارشاد آمریت د خپلو فعاليتو په ادامه؛ دا ځل د شيوخو کرامو د درسو په لړۍ کي، د یاد آمریت آمر محترم مولوي فضل احمد فضلي صاحب او د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب (په اسلام کي د ږیري او لنګوتې اهمیت، د ږیري پرېښودلو ګټي، د ږیري د خریلو زیانونه) موضوع تشريح او بیان کړه، چي پر مهال ئې د ژبو او ادبیاتو او اقتصاد پوهنځیو سلونه (سلګونه) ښاغلي محصلان او محترم استادان حاضر ول.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو پېل سوه؛ په سر کښي د دعوت او ارشاد آمريت آمر محترم مولوي فضل احمد فضلي صاحب ټولو محصلانو ته ښه راغلاست ووايه؛ او وې (وه ئې) ويل: د شيوخو کرامو دا درسونه ادامه لري او د مهالوېش مطابق به، په هر سميسټر کي بېلابېل شيوخ کرام محصلانو ته اصلاحي بیانونه کوي. وروسته ئې د ږیري او لنګوټې اهمیت، د ږیري پرېښودلو ګټي او د ږیري د خریلو زیانونه په اړه هر اړخيزه دیني معلومات وړاندي کړل؛

 ورپسې په دوهم بیان کي د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وویل: ګرانو محصلانو! ما ستاسي ډېري غوښتني تر خپله وسه پوره کړي دي او د پوهنتون دننه ستاسي ستونزو ته پوره رسېدنه سوې ده؛ اوس ستاسي مسئولیت دئ، چي د پوهنتون ټول اصول او مقررات په ښه ډول عملي کړئ؛ هغه الهي غوښتنه، چي زموږ له ټولو څخه کيږي، دا ده چي خپل صورت او سیرت د شریعت له اصولو سره سم لا ښه برابر کړو او ورته جدي پاملرنه وکړو؛ که غواړئ، چي په دنیا او آخرت کي سرلوړي واوسئ؛ نو اسلام باید په بشپړ ډول عملي کړئ، په قبر کي له هر انسان څخه درې پوښتني کيږي: ستا رب څوک دئ؟ ستا نبي څوک دئ؟ او ستا دین چیشي دئ؟ که موږ خدای جل جلاله په سمه توګه و نه پېژنو، د هغه پیغمبر ونه پېژنو، او اسلام په سمه توګه زده نه کړو؛ نو څنګه به د دې پوښتنو جواب ورکړو؟ نو ګرانو ځوانانو! دا ستاسي اوسنی عمر ډېر قیمتي او غوره فرصت دئ؛ باید په دې وخت کي ډېر زیار وباسئ، دیني او عصري علوم دواړه په ښه ډول زده کړئ.

دغه راز شیخ صاحب زياته کړه؛ بله مهمه خبره، چي د نن موضوع هم ده، د ږیري اهمیت دئ؛ ګرانو محصلانو! د ږیري پرېښودل د سنتو له جملې څخه دي او زموږ ټولو پیغمبرانو علیهم‌السلام هم ږیري پرې ايښي وې؛ دا د مسلمان او غیرمسلمان ترمنځ یو څرګند توپیر هم دئ؛ نو هڅه وکړئ، چي ږیره د سنتو مطابق پرېږدئ او خولۍ پر سر یا لنګوټه وتړئ؛ همداراز، دا باید هم هېر نه کړو، چي د افغانستان اسلامي امارت د حاکم کېدو له پاره ډېري قربانۍ ورکړل سوي دي، ډېرو مجاهدینو خپل ځانونه قربان کړل؛ تر څو دا اسلامي نظام ټینګ سي او خلک د اسلام تر سیوري لاندي ژوند وکړي؛ نو زما، د نظام او ټولني ټولو هیلي تاسي ته دي؛ سبا به تاسي دا نظام پر مخ بیایاست؛ نو خپل ځانونه په ښه ډول د شریعت له اصولو سره برابر کړئ؛ ترڅو وکولای سئ خپل مسئولیتونه په سمه توګه ترسره کړئ.

وروسته بيان د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ١٤٤٧/١٠/١٩