The regular meeting of the leadership council took place.

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کي، د کندهار پوهنتون د رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د رهبري شورا ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول ښاغلي غړي، د پوهنځيو محترم رئيسان، د آمریتو آمران او اړوند اداري کارمندان حاضر ول.
یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په سر کي د کندهار پوهنتون رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل: په خپلو چارو کي هڅي، ګډ کار، همغږي او اطاعت کول د پرمختګ راز دئ؛ الحمدلله د کندهار پوهنتون د پرمختګ لامل ستاسي ګډ کار او هلي ځلي دي، چي پوهنتون ته ئې د پام وړ علمي پرمختګ ورکړی دئ. هغه زیاته کړه، چي سږ کال موږ د ډېرو لاسته راوړنو شاهدان یو، له هغې ډلي څخه، په انجنيري پوهنځي کي د ماسټرۍ د دوو برنامو ايجاد او د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت د هيواد په کچه د «اعلی» درجې ترلاسه کول دي، چي دا وياړ دي د پوهنتون ټولو کارکوونکو ته مبارک يي.
ورپسې د علمي چارو معاونیت، د څېړنو او مجلو معاونیت، د مالي او اداري چارو معاونيت او د محصلانو چارو معاونیت مسئولانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کي ئې د پوهنځيو رئیس صاحبانو او آمرانو ستونزي واورېدلې او د همکارۍ ډاډ ئې ورکړ.
همداراز په ناسته کي، د دیني مدرسو سره د اړیکو پر پیاوړتیا، د محصلانو د علمي سېر پر کولو، د آزموینو د پوښتنو پاڼه په دواړو ژبو: پښتو او دري ليکلو، دننه پوهنتون کي د کيفيت د لوړاوي د نوي چوکاټ پر تطبیق، د حاضرۍ پر کنټرول، د علامه حبیبي کتابتون له پاره د ویبپاڼې پر جوړولو، د فلیالو پوهنتونو له پاره د څېړنیزو ورکشاپو پر جوړولو، د محصلانو ترمنځ د علمي سیالیو پر تنظیم، د علمي څېړنو پر پرمختګ او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو په اړه بحث او خبري وسوې، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه؛ ١٤٤٧/٤/١٥
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت