د هيواد د وروستۍ زلزلې له امله د شهید سوو هیوادوالو د روح د خوشحالۍ له پاره د قرآن کریم ختم وسو

kdru_admin
Thu, Sep 04 2025 10:39 AM
image

 

د کندهار پوهنتون په مسجد کښي، د دعوت او ارشاد آمریت، د هيواد په ختیځو ولایتو کي د وروستۍ زلزلې له امله د شهید سوو هیوادوالو د روح د خوشحالۍ په موخه او د دې له پاره، چي دا په هيواد کي وروستۍ غميزه سي، د قرآن کریم ختم او دؤعاوي وکړې، چي پکښي د کندهار پوهنتون محترمه رهبري، د پوهنځیو محترم رئېسان، استادان، اداري کارکوونکي او محصلان حاضر ول.

د قرآن کریم تر ختم وروسته، اداري او خدماتي کارمندانو، استادانو او محصلانو په هيواد کښي د وروستۍ زلزلې، شهید سوو هیوادوالو ته په جنت کښي د لوړو درجو او د اُمت د ټولو شهیدانو له پاره د مغفرت غوښتنه وکړه او د متعال رب جل جلاله له دربار څخه ئې زخمیانو ته د عاجلي روغتیا دؤعا وکړه.

همداراز د کندهار پوهنتون رهبري، د غمشریکۍ تر څنګ؛ د هیواد دننه او دباندي پر ټولو هيوادوالو ږغ کوي، چي د خپلو دردېدلو هېوادوالو پوره لاسنیوی وکړي، او هم له نړۍوالو مرسته کوونکو ادارو او هیوادو څخه د مرستي غوښتنه کوي.
نېټه: ١٤٤٧/٣/١٠