د سټراټيژيک پلان د جوړوني او تطبیق ېو ورځنی سیمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پاليسۍ او تقنين ریاست کارمندانو، د کندهار پوهنتون او شخصي لوړو زده کړو مؤسسو مسئولانو ته، د سټراټيژيک پلان د جوړوني او تطبیق سیمینار وړاندي کړ.
په همدې موخه جوړ سوی سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو، په سر کښي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالمزي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې په پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو کښي د سټراټيژيک پلان پر ارزښت خبري وکړې، چي په خبره ئې د هر پوهنتون له پاره د منظم سټراټیژیک پلان تطبیق د اهدافو د لاسته راوړلو او د پوهنتون په پرمختګ کښي ډېره مهمه ونډه لري.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پالیسۍ رئېس مفتي رضوان الله منیب د سټراټیژک پلان پر موخو، اغېزو، ارزښت او نهایي کولو په اړه لنډه وینا وکړه او د هر پوهنتون د پرمختګ له پاره ئې سټراټیژیک پلان جوړونه خورا مهمه برخه یاده کړله، چي په خبره ئې باید د دې برخي مسئولان د یادي برخي له پاره ډېر کار وکړي.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست کارمندانو د سټراټیژیک پلان د ښه ترتیبولو په اړه ځانګړی پرېزینټېشن وړاندي کړ، چي پکښي د سټراټيژيک پلان تدوين، پړاونه، سټراټيژیک پلان، د لرلید او رسالت ځانکړتیاوي، د سټراټيژیک پلان د تدوین احصائیوي فارمټو او د راپورو توحیدولو اړوند معلومات وړاندي کړل او همداراز د ګډونوالو نظرونه، وړاندیزونه واورېدل سول او پوښتنو ته ئې جوابونه وویل سول.
وروسته سیمینار د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېد.
نېته: ۱۴۰۳/۱۰/۱۱